طنزيه شعر بريالى بريال
د اجمل اند پر ليکه:
يو لور او يو رمبى و له دهقانه پاتې شوى
يو دم مې پرې ور ټوپ کړ ماوېل ما نه پاتې شوى
راځه چې يو ځل بيا ورته په لوټه لور تېره کړو
دا سخى چې په غنمو کې له غوا نه پاتې شوى
لږ مخکې مې پنډوکى د شفتلو ورپه سر کړ
دا واخله ډک ډبلى نصوار دې نيا نه پاتې شوى
دا څو ماسخوتني چې زه راوځم ټوخى نشته
چېلم دې هم دېره کې له بابا نه پاتې شوى
لږودرېږئ نامړو څه چابک،چابک روان يئ
د خرې نه مې کوټانګى په روانه پاتې شوى
برياله!تا د ټول کلي کورونه په مخ لوټ کړل
نو څنګ درنه دا يو کور نن له غلا نه پاتې شوى
وروستي