
سرمقاله
که څه هم د ګډ حکومت دواړو ټيمونو په اویلو کې د حکومتي سیستم چارې د کار اهل ته د سپارلو ژمني له افغان ولس سره کولای خو په دې وروستیو کې ددغه ګد حکومت لخوا ادارې ټاکنو وښودله چې دوی د خپلو ژمنو خلاف چارې ترسره کوي.
که څه هم ځینې ادارې ټاکني د خلکو له هیلو سره سمې ترسره شوې خو زیاتره یې داسي دي چې دخلکو هیلی له خاورو سره خاورې کړي دي د بیلګي په توګه دوی د وزارتونو ، ولایتونو، لویو ریاستونو او مرستیالانو په توګه داسي کسان پر دندو وګومارل چې هغوی د حالاتو د کابو کولو وړتیا په ځان کې نلري او په هېواد کې ورځ تر بلې د ناامنیو لمن پراخه کېږي.
عام خلک په ګډ حکومت بې باوره شوې او واټن یې د هرې ورځي په تیریدو سره زیاتېږي ځکه دوی له حکومت څخه د ښي حکومتوالۍ هیلي درلودي خو متاسفانه د خلکو ټولی هیلي په اوبو لاهو شوې او خلکو پرحکومت خپل باور له لاسه ورکړي دي، د خلکو په وینا هغه کسان چې ښاغلیو غني او عبدالله ته نږدي کسان وې هغوئ د خپلو تجربو خلاف پر داسي دندو ګومارل کېږي چې هغوئ یې پر مخ نشی وړلي.
د حکومت دننه کړیوهم په حکومت باندې باور کم شوې چې ښه بیلګه یې وړمه ورځ په ښي حکومتوالۍ کې د ریس جمهور ځانګړې استازې ضیا مسعود اندیښنه وه چې د مطبوعاتو له لیارې له خلکو سره شریکه شوه، نوموړې په ښکاره ټکو وویل چې حکومت ایتلافي بڼه لري چې د دوه ټیمونو لخوا رامنځ ته شوې دي.
د ضیا مسعود له خبرو جوته ښکاریده چې حکومت ملي بڼه نلري او د حکومت ټولي چارې د یادو ټیمونو د مشرانو لخوا داسي سمبالیږي که وزیر د یو ټیم وي نو مرستیال یې باید د بل ټیم څخه اوسي که هغه د یاد پوست وړتیا لري او کنه خو د هغه تشه باید ډکه شي.
نو د خلکو په وینا که افغان ګډ حکومت غواړي خپله دوره بشپړه او خلکو ته د کاري فرصتونو ترڅنګ ښه حکومتدارۍ وکړي نو د اداري ټاکنو په اړه دې لږ له غور او دقت څخه کار واخلي او داسي کسان پردندو وګوماري چې حدا اقل په هغه کاري برخه کې یا زده کړي او یا کمه تومه تجربه ولري ترڅو د خلکو باور خپل کړي.
له افغان ایکسپریس څخه په مننې