نن او پرون



 نن او پرون دواړه زماني چوکاټونه دي.
د نن غېږه ډېره پراخه ده، داځکه چې ژوند ته د لویو هیلو په سترګه پکې کتل کیږي.
د نن په غېږ کې زمونږ هلې ځلې سبا ته رنګ راوړي او زمونږ راتلونکی هم د نن په لمن را لوییږي.
پرون بیا له شوره وتي بحیره ده، چې مستې او تاندې څپې پکې د تل لپاره چوپې وي. او یا دا چې پرون هغه سپېره بیدیا ده چې خزان یې د ژوند ټولو هیلو او ارزوګانو خاورې ور اړولي وي .
پوهیږئ زمونږ پرون چیرې دی؟
زمونږ پرون د مرګ په لوی او درانده خوب بیده دی او ډیر څه پکې  د تل لپاره دفن دي.
مونږ باید نن ته همدا نن د نن په سترګه وګورو، ځکه زمونږ سبا له همدې نن څخه پیل کیږي او پرون ته باید د بیا ژوندي کیدو تمه ونلرو، ځکه دلته د تورو شپو قیامتونو زمونږ ډیر څه نابود کړي.
هو! د دې هرڅه سره سره بیا هم د نن او پرون په فلسفه او ارزښتونو ځان پوهول پکار دي، مونږ باید د نن او پرون په توپیر پوه شو، د نن او پرون له توپیره مونږ ډېر څه زده کولای شو.
د نن او پرون لوی توپیر دا دی چې یو یوازې تجربې او تیر واقعیتونه درسره شریکوي او له حقایقو مو خبروي، خو دا بل مو بیا د هیلو په کاروان کې ګړندي مزل ته ورټېل وهي او د ژوند په بیدیا کې مو د ګلونو له کښت سره مخامخ کوي