چې ورستی عقل لومړی وې ډير به ښه وي 
تل ځواني وي پسرلی وي ډير به ښه وي 
هيڅ د عشق له دنيا ګۍ نه خبر نه وي 
يا مجنون اؤ ليونی وي ډير به ښه وي 
د پامير په سر مې کور وی په اسمانې کی 
ګل اميل وې يا ټيکرې وي ډير به ښه وي 
ستا د زلفو په ځنګل کی اوسيدلی 
يو ګور به وي يا شپونکی وي ډير به ښه وي 
له کار ګارنو ټپسانو نه واي لرې 
د خيبر د سر اغزی وي ډير به ښه وي 
دکتاب دتورو ټکو اشناه وي 
کوڼ وي ړوند وي اؤ ګونګی وی ډير به ښه وي 
چې د ژوند په کږ ليچونو کې بلد شوم 
خدمتګاره چې کوچنی وی ډير به ښه وي