د «ډوریس فیشر» له پلورنځیو سره  یو نیم لک کسان کار کوي

 
د فرصتونو تشخیص د بریالیتوب پر لور لومړنی ګام دی چې بریالي کسان یې پورته کوي. دغه کار که اسانه نه دی، نو ناشونی هم نه دی. پوهان وايي د فرصتونو تشخیص د دقت او لېوالتیا پایله ده. په هره ټولنه کې د کاروبار لپاره ډېر فرصتونه شته؛ خو هر څوک یې نه شي تشخیصولی. هغه کسان چې په دې برخه کې مهارت او د نسبي رسک منلو جرئت لري، د شتمنېدو ډېر فرصت هم لري.
امریکایۍ ډوریس فیشر او خاوند یې د سودا پر مهال د کاروبار فرصت تشخیص کړ چې نن یې له برکته نوموړې میلیاردره ده.
ډونالډ فیشر چې په سنفرانسیسکو کې اوسېده یوه ورځ د کوبای پتلون د اخیستو اراده وکړه. پلورونکي چې ده ته کوم پتلون وښوود، پر ځان یې جوړ نه و. ده له پلورونکي د داسې پتلون غوښتنه وکړه چې پر اندام یې برابر وي، خو هغه ورته وویل چې داسې کوم پتلون له ده سره نه شته او مجبور دی چې د ښار له مرکزي پلورنځي څخه یې راوړي. په همدې ځای کې فیشر پر خپلې مېرمن غږ وکړ چې د کار فرصت یې تشخیص کړ.
ده درک کړه چې په دې سیمه کې د جامو د یوې داسې هټۍ ته اړتیا ده چې مشتریانو ته ونه وايي چې دا شی نه لرم.
د همداسې یوې هټۍ د پرانیستلو لپاره یې ۶۳ زره ډالر برابر کړل.
دوی د ۱۹۶۹ زېږدیز کال په اګېسټ میاشت کې خپله لومړنۍ هټۍ پرانیستله. د کار پر لومړي کال یې د پلور کچه تر دوه میلیونه ډالرو ورسېده. په ۱۹۷۰ کال کې یې خپله دویمه څانګه د سنفرانسېسکو په سن جوس سیمه کې پرانیستله.
تر ۱۹۷۳ زېږدیز کال پورې یې د څانګو شمېر ۲۵ ته ورسېد او خپل فعالیتونه یې د نیوجرسي ایالت ته هم وغځول.
د جامو له یوې هټۍ پیل شوی کاروبار اوس د« ګپ یا GAP» په نوم د حلقوي پلورنځیو پر یوه امپراتورۍ بدل شوی چې د ټولو څانګو شمېر یې ۳۵۰۰ ته رسېږي.
د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د دغه حلقوي پلورنځي له څانګو سره شاوخوا ۱۵۰ زره کسان کار کوي.
د دې کمپنۍ مشهور برنډونه « Old Navy, Banana Republic او  Athleta » دي.
ډوریس فیشر په سټنفورډ پوهنتون کې اقتصاد لوستی. نوموړې د دغه پوهنتون له لومړنیو ښځینه فارغینو څخه ده.
په ۲۰۰۹ کال کې د ډونالډ له مړینې وروسته کاروبار ډوریس ته په میراث پاتې شو.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د جون د اتمې نېټې د شمېرو له مخې د ډوریس فیشر پانګه دری اعشاریه یو میلیارده ډالره بلل شوې ده، چې په دې توګه نوموړې د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۵۷ ام په متحده ایالتو کې ۱۹۰ ام ځای لري.
دا دری اولادونه لري او په سنفرانسېسکو کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.