زه غواړم  زه و اوسم

 
 
ته ته یې او زه زه یم!!



ـ ته ولې د احمد په څير نه یې؟
 
ـ که غواړې چې ښه لیکوال شي باید له ځانه شکسپیر او..... جوړ کړې!
 
تقلید ځان وژنه ده، خو زموږ ټولنه کې هرڅوک کوښښ کوي چې تقلید وکړي، که څوک تقلید سره جوږ نه وي، اړ کوو یې چې باید او خامخا تقلید وکړي.
 
د کورنیو مشران خپل تنکيو ماشومانو ته وايي :
ـ احمد له تا کشر دی، هغه اول نمره دی او تاته وګوره! بلا وهلې یې! له هغه یې زده کړه!
ځینې نقادان هم ځوان لیکوالان تقلید ته اړ کوي، د بېلګې په توګه:
ـ ځینې نقادان ګورو چې د اثر د نقد او برسۍ پر ځای د لیکوال اثر د نړۍ یا هم د هیواد، د مشهور لیکوالانو له اثارو سره پرتله کوي، یا هم لیکوال له نورو نوموتو لیکوالانو سره پرتله کوي چې د نقد پای کې لیکوال ته د نقد تر ټولو ستر پیغام دادی چې که ناول لیکې نو باید د (.... صیب )په شان یې ولیکې، که انځوریزې جملې لیکې باید د (..... صیب) په شان یې ولیکې، که ډارمه لیکي نو باید د (..... صیب )له ډرامو تقلید وکړي او....
 
حال دا چې په ټولې نړۍ کې د ( احمد او محمود) په څير بل کس نه پیدا کېږي. هرڅوک خپلې ځانګړنې لري او هرڅوک باید خپله واوسي. هیڅ کله (احمد) نه (محمود) او (محمود) نه (احمد) نه شي جوړېدای.
 
ارواپوهان وايي چې هر انسان خپلې ځانګړنې لري او پرتله کول به یې پر ځان بې اعتماد کړي او کوښښ به کوي چې پردی واوسي.
 
زموږ په ټولنه او کورني ژوند کې هم له دا ډول ستونزو سره مخامخ یو. ځکه له هره کوره د جنګ او شخړو غږونه پورته کېږي.
دا ځکه چې موږ یو کس له بل سره پرتله کوو او هیڅ کله د انسانانو فردي ځانګړنو ته ارزښت نه ورکوو.
 
ـ پرتله کول

د دوو کسانو پرتله کولو لپاره لږ تر لږه درېوو مهمو ټکو ته باید پام وشي.

د انسان (ظاهر،باطن او عاقبت)
 
۱ـ موږ اکثره د ښو او بدو انسانانو د پيژندې لپاره د هغوی ظاهري کارونو ته ګورو، کړه وړه یې تعقیبوو. خو نا ممکنه ده چې د یوه کس له ټولو ظاهري کارنو دې خبر اوسو. ایا تاسو د خپل ورور یا اولاد له ټولو ظاهري کارونو خبر یاست؟ ښکار ده چي نه.
 
۲ـ کله چې موږ د خپل نژدې دوست، ورور، اولاد.... له ټولو ظاهري کارونو خبر نه یو، د باطنی کارونو په هکله خو هیڅ سوال نه پیدا کېږي.
 
۳ ـ د انسان عاقبت. موږ نه پوهيږو چې د کوم کس عاقبت به ښه وي او د کوم کس به خراب وي، ځکه چې موږ له غیبو خبر نه لرو.

کله چې، نه د یوه کس له ظاهري کارونو خبر یو، نه یې له باطن او نه یې عاقبت څخه ، څنګه کولای شو چې نور خلک دداسې کس تقلید ته اړ باسو؟
 
همدا ډول موږ ان خپل عاقبت نه هم بي خبره یو، نو څنګه به وشو کولای چې یو کس، ځان او یا هم نورو خلکو سره پرتله کړو؟ چې فلانی ښه دی او فلانی بد دی....

انسانان د خپلو موخو د تعین او پرمختګ لپاره هر کله د ځان ارزنه کوي او خپل ځان، خپله ارزیابي کوي.
ددغې ارزونې لپاره خپل ځان له نورو کسانو سره پرتله کوي، ځکه چې دی له ماشومتوبه په همدې روحې لوی شوی دی. تل له نورو سره پرتله شوی، پیغورونه یې اورېدلی دي.
سمه ده چې کله، کله ځان له نورو سره مقایسه کول د انګیزې د رامنځته کېدو لامل کيږي خو دا کړنه تل ښې او ګټورې پایلې نه لري.
که هر کله او په هر کار کې ځان له نورو سره پرتله کوو نو اړ یو چې له نورو نه تقلید وکړو، دا مهال بیا ددې پر ځای چې (زه) باید (زه) و اوسم د نورو د تقلید له امله (پردی) کېږم یانې  (زه) (زه) نه یم، بلکې (زه) بل څوک یم، چې له ځانه مې د فکر کولو او انتخاب حق اخیستی دی.
پرتلنه ددې لامل هم کېږي چې د خپل استعداد او وړتیا پر وړاندې بې تفاوته پاتې شو  او هیڅ ارزښت ور نه کړو.
داسې نه ده چې موږ نورو او د نورو خلکو علم او تجربو ته هیڅ ارزښت ور نه کړو، نه! موږ باید د نورو مشرانو او بریالیو کسانو له تجربو نه یوازې او یوازې درس واخلو، نه دا چې ځان نه بل کس جوړ کړو او تقلید وکړو.
ـ هر کله خپله واوسئ!
په نورو پسې ځان تړل او تقلید سم کار نه دی، ددې لپاره چې تاسو خپل شناخت او هویت ولرئ، خپل ژوند د خپلو افکارو په مطابق تیر کړئ او د مختلفو افکارو پر وړاندې ژر، ژر تغیر ونه کړئ، ځینو مهارتونو ته اړتیا لرئ، د بېلګې په توګه:
ـ  خپلې ځانګړنې وپيژنئ!
۱ـ تر هرڅه لومړی باید په دې پوه شئ چې تاسو یو مستقل شخصیت یاست. هغه ځانګړنې لرئ چې نور یې نه لري، هغه ستاسو ځاني او فردي ځانګړنې دي. کوښښ وکړئ داسې کار او فعالیت ترسره کړئ چې تاسو پرې راضي شئ خوشاله شئ، نه نور خلک!
دا په دې مانا نه ده چې تاسو له نورو کسانو سره ګډ کار مه کوئ، ګډ کار وکړئ او نور خلک باید هم خوشاله وساتئ خو په دې شرط چې تاسو په فکري لحاظ مستقله واوسئ.
ـ  د بریالیو کسانو تجربونه ګټه اخیستنه.
۲ـ تاسو کولای شئ چې د بریالیو او نوموتو کسانو له تجربو څخه ګټه واخلئ. څیړنه وکړئ چې په څه ډول د بریالیتوب اوج ته رسیدلي دي او په څه ډول یې خپلو فردی پیاوړتیاوو نه د ځان د پرمختګ لپاره ګټه اخیستې ده.
ـ ځان اصلاح کړئ!
۳ـ هغه افکار. اشخاص یا لاملونه چې تاسو تقلید  ته اړ باسي اصلاح کړئ، دا ډول افکار تاسو کمزوري کوي او له ځانه مو پردي کوي پر ځان باور صفر ته رسوي.
ځینې میندې او پلرونه خپلو اولادونو ته وايي چې ته ولې د فلاني په څير نه یې؟ ددې خبرې پیغام ماشوم ته دا دی( زه چې څه یم مور او پلار مې رانه راضي نه دي باید ځان بدل کړم او د فلانې په څیر شم)
کله کله ټولنه هم موږ ته اجازه نه راکوي چي یو مستقل شخص و اوسو. د بېلګې په توګه:
ـ د یو چا پلار، ورور او یا هم ... وژل شوی دی، طبیعي خبره ده چې انسان به ژاړي. خو زموږ په کورنۍ او یا هم ټولنه کې تاته اجازه نه درکوي چې وژاړې او خپل احساسات را وسپړې.
ـ هغو کسانو ته اجازه مه ورکوئ چې تاسو تقلید ته اړ باسي. ځینې مهال خپل، خپلوان او ان د کورنۍ غړي وايي:
ـ ولې فلانې غوندې نه یې، ولې د نورو کسانو په څير فکر نه کوې؟ ته څه ډول افکار لرې؟ ولې نه شي کولای چې د نورو کسانو په څير ژوند وکړې؟ که ټول خلک ستا په شان سلوک وکړي نو څه به پېښ شي؟
دا کسان تاسو ته شک پیدا کوي او دا هم درباندې مني چې د خپلو افکارو او نظرونو په پرتله د نورو افکارو او نظرونو ته ترجع ورکړئ.
ارواپوهان وايي( ځینې میندې او پلرونه د پرتله کولو له امله د خپلو اولادونو افکار او نظرونه وژني او ترور کوي یې. چې دا په انسان کې د بې اعتمادۍ لامل کيږي او د ژوند تر پایه به ځان غندنې او پردي پالنې سره لاس او ګریوان وي.
ـ په ځان باور ولرئ!
۴ـ په خپل ځان، په خپل فکر، احساساتو او نظرونو باور ولرئ! د نورو په خلاقیت او ځانګړنو ‌ډیر فکر مه کوئ، ځکه چې د ځان په هکله بی توج کېږئ او خپل فکر او استعداد  درته بې ګټې ښکاري. شاید داسي شخص درنه جوړ شي لکه (سوال ګر) چې ټول عمر نورو ته احتیاج وي او خپله هیڅ هم نه شي کولای.
ـ هغو کسانو ته متوج اوسئ چې تاسو پرتله کوي.
۵ـ هغه کسان چې تاسو له نورو سره پرتله کوي، غواړي تاسو چې څه یاست هغه ونه اوسئ. د داسې کسانو خبرې په غور واورئ او خپل د ضعف ټکي په نښه کړئ، خو دا ورته خامخا ووایئ چې هر انسان خپل استعداد او خپلې ځانګړنې لري دوه کسان سره په هیڅ ډول نه پرتله کېږي.
ـ تقلید مرګ دی.
 ۶ـ کوښښ وکړئ چې له ځانه سره مینه وکړئ، خپل استعداد سره مینه وکړئ او د خپل ځان هیرو او قهرمان باید تاسو خپله واوسئ، نورو قهرمانانو پسې مه ګرځئ!
د نورو لاسته راوړنو ته د قدر په سترګه وګورئ او په خپلو ځانګړنو او استعداد هم تاکید وکړئ. کوښښ مه کوئ چې خپل ارزښتونه له نورو سره پرتله کړئ. ځکه چې ستا په څير په دې ارته نړۍ کې هیڅوک هم نشته، ته اتل یې!
 
په خورا درنښت
آرش ننګیال
۱۲ـ۰۴ـ۲۰۱۵