
امریکایۍ « ډاګمار ډولبي» ته شمتني او کاروبار له خپل خاوند څخه په میراث پاتې دي. ډاګمار د « سورونډ» په نوم د یوه ځانګړي غږیز سیستم د رامنځته کوونکي ري ډالبې مېرمن ده. رې د متحده ایالاتو د اورېګان ایالت په پورټلنډ سیمه کې زېږېدلی و. له غږ سره د نوموړي مینه په ماشومتوب کې هغه مهال پیدا شوه چې د تولۍ د اهتزاز په اړه یې درس لوست.
د ۱۶ کلونو و چې په کلیفورنیا کې یې د «امپکس» په نوم د ویډیو ټپ ریکارډرو په یوه کمپنۍ کې فار ټایم کار پیل کړ.
په دې کمپنۍ کې د کار پر مهال یې د «Quadruplex videotape» په نوم د یوه ټیپ ریکارډر په لومړنۍ طرحه کې مهمه ونډه واخیسته.
په ۱۹۵۷ زېږدیز کال کې کله چې یې د سټنفورد د پوهنتون د الکترونيکي انجنیرۍ له څانګې لسانس واخیست، په کمبرېج پوهنتون کې یې د دکټورا لپاره سکالرشیف وګاټه.
په کمبرېج کې تر زده کړو وروسته یې په هند کې له ملګرو ملتونو سره د تخنیکي مشاور په توګه دوه کاله کار وکړ. تر دوه کاله کار وروسته بېرته برېتانیا ته راستون شو او په پلازمېنه لندن کې یې د ډولبي لابراتوارییز په نوم کمپنۍ رامنځته کړه چې په سر کې یوازې څلورو کسانو ورسره کار کاوه.
د کمپنۍ د رامنځته کېدو پر لومړي کال یې د ډولبي سونډ یا غږیز سیستم اختراع کړ. نوموړي د دغه سیستم پر مټ د فلمونو د ثبت پر مهال د اضافي غږونو د ثبت مخه نیوله.
د نوموړي له لوري د غږ کشف شوی سیستم وروسته په سلګونو فلمونو کې وکارول شو او یو له مشهورو غږیز سیستمونو څخه دی، چې اوس پر سینما او فلم سربېره په یو شمېر کورنیو وسایلو، ویډیو ګېمونو او موبایلونو کې هم کارول کېږي.
ده خپله کمپنۍ په ۱۹۷۶ زېږدیز کال کې له لندن څخه د متحده ایالتو سنفرانسیسکو ته ولېږدوله.
ده په خپل ژوند کې دوه ځله د اوسکار جایزه ګټلې، ۵۰ اختراعات یې په نوم ثبت دي، د ایمي او ګرامي په نومونو دوې نورې مشهورې جایزې یې هم څو ځله ګټلې دي.
دی په ۲۰۱۳ زېږدیز کال کې د سرطان او الزایمز د ناروغیو له کبله مړ شو او شتمني یې مېرمنې او دوو زامنو ته په میراث پرېښوده ده.
مېرمن یې ډاګمار ډولبي جرمني الاصله امریکایی دی چې د هېدلبرګ له پوهنتون څخه فارغه شوې ده.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د جون د اوومې نېټې د شمېرو له مخې د ډاګمار ډولبي او کورنۍ پانګه یې دری اعشاریه دوه میلیارده ډالرو ته رسېږي او په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۷۵ ام او په متحده ایالتو کې ۱۹۰ ام ځای لري.
دا له خپلو دوو زامنو سره د کلفورنیا ایالت په سنفرانسیسکو کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.