
په میدان وردګو ولایت کې د یوه حشر په ترڅ کې د چاپیریال ساتنې نړیواله ورځ نن ( دوشنبه) ونمانځل شوه.
د میدان وردګو ولایت مقام کې په همدې موخه لومړی په جوړه شوې غونډه کې چې د دغه ولایت مرستیال والي،د ادارو مسؤلینو،د ولایتي شورا غړو، مدني فعالانو او ګڼ شمېر نورو برخه اخیستې وه .
د چاپیریال ساتنې رئیس عبدالولي ارماني د دغه ورځې په اړه د چاپیریال ساتنې ملي ادارې مطبوعاتي اعلامیه ولوسته،چې په کې سږ کال د چاپیریال ساتنې نړیواله ورځ د ( اوه میلیارده غوښتنې،یوه سیاره،مصرف ته پاملرنه ) تر عنوان لاندې نومول شوي وه.
په دغه اعلامیه کې همدا راز د بامیانو ولایت د فولادي سیمه د ساتل شوي سیمې په توګه ښودل شوې ده .
همدا راز په دې اعلامیه کې له هېوادوالو،علمای کرامو،نړیوالو ټولنو،مدني ټولنو او رسنیو څخه غوښتنه شوې وه،چې د چاپیریال ساتنې ملي ادارې سره همکاري وکړي او هر مهال د دغه ادارې پیغامونه هېوادوالو ته ورسوي.
د میدان وردګو ولایت مرستیال والي ښاغلي ذاکرحسین سلطاني له ټولو ادارو غوښتنه وکړه،چې د چاپیریال ساتنې ادارې سره هر مهال همکاري پاتي شي .
ده زیاته کړه،د ادارو مسؤلین کولای شي،چې ټول کارکوونکو ته لومړی د ادارې او وروسته د کور او سیمې چاپیریال ساتنې په موخه لازمې سپارښتنې وکړي او له دغه ځایه موږ د یوه ښه چاپیریال لرونکي ووسو.
د جوړې شوي غونډې وروسته د میدان وردګو ولایت د مرستیال والي په ګډون د ټولو ادارو مسؤلینو، د ولایتي شورا غړو او مدني فعالانو د یوه حشر په ترڅ کې د ښار یو شمېر سیمې پاکې کړې .