۷ هغه ګامونه چې موخې ته د رسېدو لپاره یې باید پورته کړی

 
د بریالیتوب د روانشناسۍ مشهوره څېره برایان تریسي یو له هغو کسانو څخه دی چې د بریالیتوب په اړه یې ګڼ کتابونه لیکلي دي. دی وايي بریالیتوب ته د رسېدو لپاره باید هغه لارې وپېژنو چې بریالي کسان ورباندې تللي دي. نوموړي په دې لنډه مقاله کې خپلو هیلو او اهدافو ته د رسېدو ساده لارې بیان کړې دي. د دې اوو ساده؛ خو مهمو لارو پر مټ کولی شی په چټکۍ خپلو موخو ته ورسېږی.
هغه څه چې غواړی یې په دقت توضیح کړئ
مشخصې خبرې وکړئ. دقیق ولیکئ چې څومره پیسې غواړئ. یوازې دا بسنه نه کوي چې ولیکی ډېرې پیسې غواړم.
خپلې موخې ولیکئ
هغه هدف چې په لیکلې بڼه نه وي د سګرېټ دود ته ورته دی. هوا ته پورته کېږي او ورکېږي. کله چې هدف لیکلی وي، کولی شی چې هغه وګوری، لمس یې کړی او د اړتیا په وخت کې یې احساس کړی.
موخې ته د رسېدو لپاره مو وخت وټاکئ
ټاکلی او معقول وخت په نظر کې ونیسئ. هغه وخت مشخص کړی چې غواړی خپلو موخو ته په کې ورسېږی. که مو موخه لویه وي، د دې ترڅنګ چې وخت به ورته مشخص کوی، دغه وخت به پر لنډمهالو زماني فاصلو وېشئ.
که خپلې موخې ته ونه رسېدی څه به کوی؟ ډېر اسانه، یو بل وخت په نظر کې ورته نیسی او موده به مو تمدیدوی. پام مو وي چې موخې ته د رسېدو لپاره ستاسې ټاکل شوی وخت د اټکل پر بنسټ دی. ښايي تر ټاکلي وخت وړاندې ور ورسېږی او یا هم وروسته.
د ټولو هغو کارونو نوملړ چمتو کړی چې فکر کوی موخې ته د رسېدلو لپاره یې ترسره کولی شی
هغه ډول لکه هنري فورډ چې وايي:
کولی شی سترو اهدافو ته ورسېږی، په دې شرط چې هغه پر کوچنیو برخو ووېشی.
د هغو ستونزو نوملړ چمتو کړی چې باید موخې ته د رسېدو لپاره غلبه ورباندې وکړئ.
د هغو زده کړو او مهارتونو نوملړ هم ضروري دی چې تاسې موخې ته د رسېدو لپاره ورته اړ یی.
دغه راز د هغو کسانو نوملړ هم باید ولری چې موخې ته د رسېدو لپاره یې مرستې ته اړ یی.
د ټولو هغو کارونو نوملړ چمتو کړی چې ترسره کولی یې شی. دومره صبر وکړئ چې نوملړ بشپړ شي.
نوملړ مو لومړیتوبندي کړئ
کله چې غواړی خپل نوملړ لومړیتوبندي کړی، متوجه کېږی چې څه شی باید لومړی ترسره کړی او وروسته باید کوم کار وکړی. پر دې سربېره کله چې خپل نوملړ لومړیتوبندي کوی، متوجه کېږی چې کوم کار مهم او د کوم کار ارزښت تر نورو کم دی.
له ځنډ پرته مو خپله طرحه عملي کړئ
لومړی ګام پورته کړی او وروسته د دویم او درېیم ګام پر لور ولاړ شئ. په سرعت حرکت وکړئ، ځکه ځند جایز نه دی. لټي نه یوازې د وخت غله ده، بلکې د ژوند غله هم ده.
د بریالیو او ناکامو کسانو د ژوند یو ستر توپير دا دی چې بریالي کسان لومړی ګام پورته کوي.
هره ورځ کار وکړئ چې اصلي موخې ته نږدې شئ
دا مهم او کلیدي اقدام دی چې ستاسې د بریالیتوب ضمانت کوي. د اوونۍ په اوو ورځو کې کار وکړئ. د کال ۳۶۵ ورځې کار وکړئ. هر هغه کار وکړئ چې فکر کوی، هدف ته مو نږدې کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.