د «ډان کټي» رسټورانټ  په امریکا کې ۱۸۵۰ څانګې لري

 
امریکایی«ډان کټي» د مذهبي میلیاردر تریوټ کټي زوی او د ډونالډ بوبا کټي ورور دی. نوموړی تېر کال وروسته له هغه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې شامل شو چې پلار یې د ۲۰۱۴ کال په سپټمبر میاشت کې د ۹۳ کلونو په عمر مړ شو. ډان ته کاروبار او شتمني له خپله پلاره پاتې دي.
د نوموړي پلار د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال د امريکا په پوځ کې سرتېرى و. د امريکا په پوځ کې تر خدمت وروسته یې په ١٩٤٦ زېږديز کال کې يو وړوکى رسټورانټ جوړ کړ. ده به د کار په لومړیو وختونو کې په اتلانتا مال کې له خپل دغه رسټورانټ څخه د فورډ کمپنۍ او هوايي ډګر کارکوونکو ته خواړه برابرول.
مشر کټي د خپل ورور او د سوداګرۍ د برخې د يوه ملګري په مرسته خپل کار ته پراختیا ورکړه او د چيکن او ساندوېچ توليد یې پيل کړ.
د دوی دغه کاروبار وروسته د (Chick-fil-A) په نوم د فسټ فوډ پر يوه حلقوي رسټورانټ بدل شو. د دغه رسټورانټ مرکز په اتلانتا کې دى او په سويلي امريکا کې ډېر مشهور دى.
چيک فيل اې اوسمهال د امريکا په ٣٨ ايالتونو کې ۱۸۵۰ څانګې لري. ډان کټي اوس د دغه حلقوي رسټورانټ مشر دى. دی هڅه کوي چې د خپل رسټورانټ څانګې کلمبيا، مرکزي امريکا، فلېپين، سويلي کوريا او کلفورنيا ته وغځوي.
د دې کمپنۍ ټول رسټورانټونه د نورو خلاف د يکشنبې په ورځو تړلي وي، تر څو کار کوونکي يې وکولى شي په دغو ورځو کليسا ته د عبادت په موخه ولاړ او یا له خپلو کورنيو سره پاتې شي.
د ډاڼ پلار ترېيوټ کټي پياوړى ليکوال هم و چې پنځه کتابونه یې ليکلي دي.
نوموړی اوسمهال له پلاره د ورپاتې شوي حلقوي رسټورانټونو د اداره کوونکې کمپنۍ رییس دی. ډان د ۱۹۵۳ زېږدیز کال د مارچ پر لومړۍ نېټه د جورجیا ایالت په جانسبرو کې زېږېدلی دی. له ښوونځي وروسته یې د جورجیا ایالت په پوهنتون کې د لسانس تر کچې زده کړې کړې دي. ډان ته د لوېدیځې جورجیا پوهنتون افتخاري دکتورا هم ورکړې ده.
ده په لومړیو وختونو کې د خپل پلار د کمپنۍ لپاره د راډیويي سوداګریزو اعلانونو چارې سمبالولې. وروسته د کمپنۍ د عملیاتي برخې مشر شو.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د جون د شپږمې نېټې د شمېرو له مخې ډان کټي دری اعشاریه څلور میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۳۴ ام او د امریکا په متحده ایالتو کې ۱۹۰ ام ځای لري.
ده واده کړی، دوه اولادونه لري او په اتلانتا کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.