
پښتو متل وايي که پر بل ورېږي، پر موږ به یې هم څڅوبی وشي. څومره چې په یوه ټولنه کې د شتمنو وګړو شمېر زیاتېږي په هماغه اندازه بې وزلي کمېږي او د بې وزلو خلکو لپاره له بېلابېلو لارو د کار زمینه برابرېږي. همدا کار او دندې دي چې بیا د خلکو د ښه ژوند او شتمنېدو لامل کېږي.
ټایواني الاصله سینګاپوري « جاسون چانګ» د خپلې کمپنۍ له لارې شاوخوا ۵۰ زرو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
جاسون چانګ د ۱۹۴۴ زېږدیز کال د مې پر ۱۸مه نېټه په چین کې زېږېدلی دی. د ښوونځي تر بشپړولو وروسته یې د تایوان په ملي پوهنتون کې د الکټرونیکي انجنیرۍ پوهنځۍ ولوسته. وروسته یې د اېلینوس د تکنالوژۍ له انسټېټیوټ څخه ماسټري هم ترلاسه کړه.
نوموړي او بل ورور یې ریچارډ د ۱۹۸۴ زېږدیز کال په جولای میاشت کې د « Advanced Semiconductor Engineering» په نوم د نیمه هادي توکو کمپنۍ پرانیستله. د کمپنۍ پر وېبپاڼه په خپرو شویو معلوماتو کې ویل شوي چې په يوه کال کې دې کمپنۍ د تایوان د ونډو بازار ته لاره وموندله.
په ۱۹۹۰ کال کې یې د نیمه هادي توکو د ټېسټ یوه کمپنۍ وپېرله. یو کال وروسته یې خپل فعالیتونه مالیزیا ته هم وغځول. په ۱۹۹۶ کال کې لومړنۍ تایوانۍ کمپنۍ وه چې د امریکا په متحده ایالتو کې یې عامه افرونه وړاندل کړل.
د ریچیسټ ډاډ کام په نوم د یوې وېبپاڼې د معلوماتو له مخې جاسون د کمپنۍ له رامنځته کېدو راهیسې د کمپنۍ مشر و، خو د ۲۰۰۳ کال په مې کې یې د کمپنۍ د اجرایوي رییس په توګه دنده پیل کړه.
په همدې وېبپاڼه کې په خپرو شویو معلوماتو کې ویل شوي چې د نوموړي کمپنۍ په سویلي کوریا، جاپان، تایوان، د چین په مرکزي سیمه، سینګاپور، مالیزیا، مکسیکو او د متحده ایالتو د سانفرانسیسکو ایالت په سلیکان ویلي کې څانګې لري.
د سرچینې په وینا له دې کمپنۍ سره په یادو سیمو کې شاوخوا ۵۰ زره کسان کار کوي.
پر دې کمپنۍ ځینې نیوکې هم شوې دي او تېر کال د تایوان په « Kaohsuin» سیمه کې یې د یوې فابریکې د تړلو پرېکړه وشوه. چارواکو وویل چې فابریکې د چاپیریال ساتنې معیارونه په پام کې نه دي نیولي.
پر دې کمپنۍ سربېره نوموړی د « Sino Horizon Holding» په نوم د سوداګریزو جایدادونو په یوه کمپنۍ کې هم ونډې لري.
د فوربس مجلې د شمېرو له مخې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د مې د پنځمې نېټې د شمېرو له مخې د جاسون چانګ پانګه دری اعشاریه دوه میلیارده ډالره بلل شوې ده چې په دې توګه نوموړی د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۵۷ ام او په سینګاپور کې پنځم ځای لري.
جاسون ځکه د سینګاپور د میلیاردرانو له ډلې شمېرل شوی چې اوس د دغه هېواد تابعیت لري.
نوموړي واده کړی، دری اولادونه لري او د تایوان په ټایپي کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.