د سپما ۱۵ ساده لارې


ژباړه
۱- له ځان سره داسې یوه کتابچه وساتئ چې له کوچنیو نیولې تر سترو لګښتونو ټول په کې له تاریخ سره ولیکئ. تر خپله وسه هڅه وکړئ چې څه شی مو هېر نه شي. ان که له چک څخه استفاده کوی او یا هم بانکي کارت کاروی، باید ټول په خپله کتابچه کې ولیکئ. په دغه کار سره خو لومړی د میاشتې په اخر کې له ځانه دا پوښتنه نه شی کولی چې پیسې مې څنګه مصرف کړې؟ دویم دا چې د ورځنیو لګښتونو سره سم خپله بودجه تظیمولی شی.
۲- د کال په بهیر کې ترلاسه کړې اضافه کاري سپما کړی او تر وروستي بریده هڅه وکړئ چې مصرف یې نه کړی. په دې ډول به د کال په پای کې پوه شې چې هغه پیسې چې ستا په باور لږ وې، اوس پام وړ مبلغ شوی چې حساب ورباندې کولی شې.
۳- هېڅکله احتمالي لګښتونه له یاده مه وباسئ. کله مو چې د کور وسائل زړېږي پر دې فکر کوی چې باید نوي یې پر ځای راوړل شي. له همدې کبله باید د دغه کار لپاره له ځان سره پیسې ولرئ او د دغه کار لپاره اړ یې چې میاشتینۍ او کلنۍ سپما وکړی. که مو دا کار کړی وي، له ستونزې پرته به د خپل کور وسائل نوي کړی.
۴- هېڅکله د غیرې ضروري کارونو لپاره مرسته او پور مه غواړئ. مثلا که تاسې د پور پر پیسو موټر واخلی، د موټر تر اخیستو وروسته باید هم د موټر پور پرې کړی او هم د موټر لګښت. دغه کار سبب کېږي چې د بودجې له کسر سره مخ شی. دغه راز د مېلې لپاره هم کله پیسې مه پور کوئ.
۵- تل ثابت میاشتیني لګښتونه لکه ورځني مصارف او بېلونه د میاشتې په لومړیو کې محاسبه کړئ او تر خپله وسه هڅه وکړئ چې تر هغو ډېر لګښت ونه کړئ. دغه کار به مو د میاشتې په جریان کې د بودجې د کسر له اندېښنې خلاص کړي.
۶- ځینې خلک د سپما او ضروري لګښتونو د نه کولو ترمنځ توپیر نه شي کولی. مثلا ځینې کسان د خپل موټر د بیمې له ورکړې ډډه کوي، چې په دغه ډول حالت کې بیا څو چنده زیان کوي. که خدای ناخواسته کومه پېښه وشي او چاته زیان ورسېږي، لګښتونه به یې د بیمې په پرتله په چندونو لوړ وي. له همدې کبله ضروري لګښتونه له پامه مه غورځوئ او د میاشتې په سر کې یې په خپله کتابچه کې ولیکئ.
۷- په کور کې تر اړتیا ډېر ګروپونه او هغه ګروپونه چې ډېر لګښت لري مه لګوئ. له کوره د وتلو پر مهال مو د کور رڼا تر ټولو کم حد ته ورسوی او یوازې د یوه ګروپ روښاه پرېښوودل کفایت کوي.
۸- تل د نویو مهارتونو د زده کړې هڅه وکړئ. مثلا سینګار زده کړی او ځان مو په کور کې سینګار کړئ، ځکه په دې ډول د سینګارتون له لګښت څخه خلاصېدای شی. که خیاطي زده کړی د اولادونو د جامو ګنډلو پیسې هم سپمولی شی، ځکه خپل یې د ګنډلو وړتیا لری.
۹- که مو پخلی ښه نه وي زده او له همدې کبله په هوټل کې ډېرې پیسې مصروفوی، هڅه وکړی چې د پخلي یو کورس ونیسئ او په دې ډول د زیات لګښت مخه ونیسئ. دغه کار به له تاسې سره مرسته وکړي چې د هوټل له لګښت څخه ځان خلاص او ټولې کورنۍ ته خوندور او روغتیايي خواړه برابر کړی.
۱۰- د یخچال او بایلر درجه مو تل پر منځي حد پرېږدی، چې هم د ستونزې د رامنځته کېدو او هم د اضافي لګښت مخه ونیول شي.
۱۱- لباسونه مو تر مینځلو وروسته پر ماشین مه وچوئ. پرېږدی چې د لمر وړتیا انرژي او باد مو جامې وچې کړي.
۱۲- د هر څه د اخیستلو پر مهال قیمتونه و اروزئ او لومړۍ هټۍ ته په ننوتلو سره مو بټوې ته لاس مه کوئ. هڅه وکړی چې نورو مشابه ځایونو ته هم ولاړ شی او د بیو تر ارزولو وروسته سودا وکړئ.
په دغه ډول مو نه څوک تېر ایستلی شي او نه مو اضافي پیسې مصرفېږي. له دې پرته چې وشرمېږی چنه ووهئ. که مو پام کړی وي شتمن خلک تر نور د سودا پر مهال ډېرې چنې وهي، ځکه هغوی د هغو پیسو پر قدر ښه پوهېږي چې په سختۍ یې پیدا کړې دي.
۱۳- هېڅ وخت دا مه هېروی چې شتمن له اوله شتمن نه وو او د دوی ډېرو یې په سختۍ، لږ لږ سپما او د بې ځایه لګښتونو د مخنیوي له لارې شتمني ترلاسه کړې ده. تاسې هم کولی شی همدا اوس پیل وکړئ او وخت له لاسه ور نه کړئ.
۱۴- ځینې وايي موږ سپما نه شو کولی او هر څومره پیسې چې په لاس راځي مصرفوو یې. بله لار دا ده چې په کورنۍ کې د قرض الحسنې صندوق جوړ کړی او که دغه ډول صندوق وي تاسې یې هم غړیتوب واخلئ. په دې ډول به مجبور شی چې هره میاشت یوه اندازه پیسې ورکړئ او له پورونو یې هم برخمن شئ.
۱۵- که مو ولیدل چې سپما کړې پیسې مو د پام وړ شوې، کولی شی د لږ رېسک په منلو سره پانګونه وکړئ او یا هم په ډاډمنو پانګونو کې شریک شی. هېڅ وخت له فکر او مشورې پرته کار مه کوئ چې په پای کې به مو سپما کړې پیسې له لاسه ورکړې وي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.