
د امريکې د فضايي څېړنو مرکز ( ناسا) داسې انځورونه خپاره کړي ، چې د سپوږمۍ پرمخ د اپولو 14 علمي تجهيزات روغ رمټ ښيي. سږکال له هغې ورځې څخه چې لومړنی انسان د سپوږمۍ پرمخ پل کېښود 40 کاله اوړي. د( ال ار او) په نامه د ناسا يوې سپوږمکۍ چې د سپوږمۍ مدار ته رسېدلې د اپولو 14 د کښنېاستو له ځای څخه عکسونه اخيستي . په دغو عکسونو کې د اپولو 14 علمي تجهيزات او حتی د پلټونکو د پښو پل روغ رمټ ښکاري. لومړی ځل 40 کاله وړاندې د 1969 کال د جون پر شلمه نېټه د امريکې اپولو 11 سپوږمکۍ د سپوږمۍ پرمخ کښته شوه ، او د ( نيل ارمسټرانګ ) او ( باز الدراين) په نامه لومړني انسانان يې هلته پلي کړل . تر هغو وروسته د امريکې شپږ نورې سپوږمکۍ د سپوږمۍ پرمخ کښته شوې. ټاکل شوې ده ، چې د ( ال ار او) سپوږمکۍ به د نورو اپولو ګانود کښته کېدو له ځايونو څخه هم عکسونه واخلي.