څوک د جګړو په غم کې،..
څوک د جیبو په غم کې،..
کلتور فرهنګ له مونږ نه پاتې ښیه!
ډاکترصیب صادق فطرت «ناشناس» له اوږدې مودې را پدې خوا په لندن کې اوسیږي. د ده په ژوند او شخصیت که لوی لوی کتابونه هم ولیکل شي، کم به وي. زه یوازې یو څو ټکو ته ستاسو پام را ګرځوم.
هندیان ارمان کوي چې کاشکې ناشناس زمونږ وای. پاکستانیان بیا وايي چې افغانان د دې هنرمند په قدر نه پوهیږي. که دی زمونږ وای، مونږ به د طلاؤ او لعلونو سره تللی وای. رښتیا وايي. پدې وطن کې هر څه سره ګډ وډ شول. له بده مرغه هغه څوک چې یې په قدر پوهیږي، له هغوی سره وس، واک او شونتیاوې نشته. له هغه چا سره چې دا شیان شته، له هغوی سره بیا کلتور او فرهنګ نشته. د غلو او ډاکووانو په نوم څلي جوړ شول، د جګړه مارو او ټوپکیانو په نوم پوهنتونونه، مدرسې، ډګرونه او سټډیومونه جوړ شول، د لس ګونو شاعرانو او لیکوالانو په ویاړ بېلابېلې غونډې جوړې شوې، خو د یوه داسې هنرمند چې ټول عمر یې په خپلې ښکلي موسیکۍ او زړه راښکونکي غږ سره ټول افغانان نازولي او د افغاني فرهنګ او کلتور په غني کولو کې یې نه ستړي کیدونکې هلې ځلې کړي دي، څوک په کیسه کې هم نه دي....
د ناشناس موسیکي د شرابو خاصیت لري.اوریدلي مې دي چې شراب چې هر څومره زړیږي لا ځوانیږي، لا ځوانیږي او مستي یې لا زیاتیږي. دا ځکه وایم چې مونږ تر اوسه لا د ده په ډېرو پخوانیو سندرو خپلې خوښې او خوشحالې نمانځو. مونږ تر اوسه لا د ده په پخوانیو مستو او ښایسته سندرو مستېږو، نڅا کوو او ګډېږو. مونږ تل د ده په سندرو د ریلکس او آرامۍ احساس کوو او کله نا کله خو دومره لوی احساس را په برخه کړي، چې بیا خپلې اوښکې هم په خپلو سترګو کې نشو تکیه کولی.
هغه مینه چې ناشناس مونږ ته راکړې ده او هغه سرمایه چې ده تر اوسه پورې مونږ ته را ډالۍ کړې ده له مونږه غواړي چې د ده حق ور په ځای کړو او په ملي سطحه یې داسې درناوی وکړو چې راتلونکو نسلونو ته یې یادګار پاته شي. دا د ده بالکل را باندې حق دی چې د افغاني موسیکۍ تاج ور له په سر کړو او وښیو چې له مونږ سره هم د داسې خلکو قدر او درناوی شته.
لدې کبله زه د اطلاعات او فرهنګ په محترم وزیر عبدالباري جهاني غږ کوم چې زمونږ د دې هنرمند رسمي قدر اوعزت وشي؛ په رسمي توګه د افغانستان د موسیکۍ تاج یې پر سر ور کېښودل شي او یو پوهنتون، یا د پغمان نوې ماڼۍ او یا هم کوم بل ځای د ده په نوم شي.
په پای کې د ډاکتر صیب له نه ستړي کیدونکو هلوځلو او خدمتونو نه د زړه له کومې مننه کوو او د لوی خدای «ج» په دربار کې ورته اوږد عمر او د ښې روعتیا دعا کوو. عثمان رسولي