په زړه پورې معلومات / اتلسمه برخه


ـــ د خواجه معین الدین چشتي مزار په اجمیر شریف کې دی .
 


ـــ سلطان محمود غزنوي په ۱۹۲۷ زېږدیز کال د هندوستان په اګره کې د اګره په نامه د یوه پوهنتون بنسټ کېښود .
ـــ اډیلیډ د څلورم ویلیم پاچا مېرمن وه، چې په اسټرالیا کې د نوموړې په نامه ښار هم ودان شو .
ـــ په ۱۸۸۲ زېږدیز کال په دې ښار کې پوهنتون جوړ شو .
ـــ اډیلیډ ښار د تورنز سیند پر غاړه موقعیت لري .
ـــ په ۸۰۱ زېږدیز کال بارسلونا د پیر شارلمیان لوتي له خوا ونیول شو .
ـــ امیر دوست محمد خان په ۱۸۶۴ زېږدیز کال له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې .
ـــ د انګریزانو پر وړاندې د افغانانو دویمه جګړه له ۱۸۸۰ څخه تر ۱۸۸۱ زېږدیز کال پای ته ورسېده .
ـــ د سویلي امریکا تر ټولو لوړ غر د ماونټ ایکنکاګوا په نامه یادېږي .
ـــ په کاناډا کې یورانیوم ډېر زیات پیدا کېږي .
 


ـــ د انتراتیکا په لویه وچه کې حیوانات شتون نه لري .
ـــ جایرو سکوپ هغه آله ده، چې په وسیله یې د سمندر لوری معلومېږي .
ـــ د انتراکتیکا لویې وچې تر ټولو لوړ غر د وینس ماسیف په نامه یادېږي .
ـــ سلطان محمود غزنوي اولس ځله پر هندوستان برید کړی وو .
ـــ ملکه نور جهان په کندهار کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې وې .
ـــ د نر په پرتله د ښځې زړه ډېر حرکت کوي .
ـــ هایدروجن د یوناني ژبې لفظ دی.
 


ـــ مار له خوراک او څښاک څخه پرته دوه کاله ژوند کولای شي .
ـــ په هوا کې ۷۸ فیصده نایتروجن شتون لري .
ـــ د انسان په جسم کې ۶۴ فیصده اوبه دي .
ـــ په ویټامین سي کې د کاربولک اسید په نامه تېزاب شتون لري .
ـــ له مرګ څخه وروسته د انسان سترګې تر ۸ ساعتونو پورې ژوندۍ وي .
ـــ له مرګ څخه وروسته د انسان دماغ تر ۱۰ دقیقو پورې کار کوي .
ـــ له مرګ څخه وروسته د انسان غوږونه تر یوه ساعت پورې کار کوي .
ـــ د انسان په جسم کې ۲۰۶ هډوکي شتون لري .
ـــ د انسان په سر کې ۸ هډوکي شتون لري .
ـــ د انسان په پښو کې ۳۱ هډوکي شتون لري .
ـــ د انسان په لاس کې ۲۷ هډوکي شتون لري .
نور بیا .....