د ترکيې تي ار تي تلويزيون خبر ورکوي ، چې د دغه هېواد د يوردور ولايت په الماچپق کلي کې د ماموت فيلانو شپږ فسيلونه موندل شوي . دغه فسيلونه لس ميليونه کاله لرغونتوب لري او د لرغونپوهانو يو ټيم سيمې ته تللی څو په دې اړه نورې پلټنې ترسره کړي. ماموت فيلان لومړی ځل 40 ميليونه کاله وړاندې د افريقې په شمال کې راڅرګند شول او وروسته يې بيا د اسيا او اروپا پر لوري مهاجرتونه وکړل.
وروستي