ټام ګورېس؛ پيره دار چې میلیاردر شو


پوهان وايي انسانان له بریالیتوب څخه دومره شی نه شي زده کولی لکه له ناکامۍ یې چې زده کولی شي. یوه عالم ویلي ناکامي ښه ده؛ خو تر هغه وخته چې پر عادت نه وي بدله شوې. ټام ګورېس په سوداګرۍ کې ناکام شو او له همدې ناکمۍ د زده کړو تجربو پر مټ میلیاردر شو.
نوموړی د ۱۹۴۶ زېږیز کال د جولای په ۳۱ نېټه په اسرایلو کې زېږېدلی دی. پلار یې په قومي لحاظ یونانی او مور یې لبنانۍ وه. په ۱۹۶۸ زېږدیز کال کې دا کورنۍ له اسرایلو امریکا ته کډواله شوه.
ټام چې د خپلو والدینو د شپږو اولادونو له ډلې پنځم زوی و، د ګینیس په نوم ښوونځی یې ولوست. نوموړي د زده کړو په څنګ کې د پيره دار په توګه کار هم کاوه. د ښوونځي تر بشپړولو وروسته یې د مشیګان په پوهنتون کې د ساختماني چارو د مدیریت په برخه کې لسانس ترلاسه کړ.
ده په لومړیو کې له خپل مشر ورور سره چې هغه هم اوس میلیاردر دی د سافټوییرو یوه کمپنۍ جوړه کړه. دا کمپنۍ یې تر څه مودې وروسته له ماتې سره مخ شوه او په تاوان یې وپلورله. دواړو وروڼو له دې ماتې د پلورنې، وېش او د مشتریانو د خدماتو په برخه کې ډېر څه زده کړل. د وروڼو ترمنځ له دې کبله درځ رامنځته شو چې دواړو به د یو شي د اخیستلو هڅه کوله.
ټام بلاخره په ۱۹۹۵ زېږدیز کال کې د خپل کور په مخ کې د «Platinum Equity» په نوم یو بنسټ رامنځته کړه. ده د خپلو کارونو لپاره منظم سوداګریز پلانونه جوړول. په لومړیو کې یې هغه کمپنۍ په نښه کولې چې د پلور په نیت به سره وېشل کېدې.
د همدې هڅو په لړ کې یې د اېل. اې. ای په نوم یوه کمپنۍ وپېرله. ده په همدې ډول په کمپنيو کې د افرادو د ونډو اخیستو ته دوام ورکړ. نوموړي یوازې له ۲۰۱۳ زېږدیز کال راهیسې په ۲۲ کمپنيو کې د دری اعشاریه اووه میلیارده ډالرو په ارزښت پانګونه کړې ده. دی اوسمهال په ۳۲ کمپنیو کې ونډې لري.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د جون د لومړۍ نېټې د شمېرو له مخې د ټام ګورېس پانګه دری اعشاریه دوه میلیارده ډالره بلل شوې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۵۷ ام او د امریکا په متحدو ایالتو کې ۱۹۰ ام ځای لري.
ټام واده کړی، دری اولادونه لري او د کلفورنیا ایالت په بیورلي هېلز کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.