
لیکواله:وږمه وردک
دا ښکاره خبره ده چې د ماشومانو د ودې لپاره ترټولو مهمه او ښه کړنلاره د دوی لپاره د تعلیمي او تربیتي زمینو برابرول دي، ځکه ماشومان د هر هېواد راتلونکی بلل کېږي.
په ډېریو هېوادونو کې د ماشومانو حقونو ته ډېر ارزښت ورکول کېږي خو په افغانستان کې د ماشوم ژوند داسې نه دی، دلته بې شمېره ماشومان شته چې له خپلو حقونو څخه برخمن نه دي.
داسې چې په کور کې له خبرو کولو، د کوچني او د ماشومتوب تر عهدې د ملکیت لرلو، د خوړو، صحي حقونو او حتی له زده کړو او د ژوند له کولو هم په لوی لاس راگرځول شوي.
په ځینو سیمو کې د ډېرې خوښي ځای دی چې زده کړې ته د لېوالو غږ راپورته کېږي چېرې چې ښوونځي نه شته خلک یې ښوونځي غواړي، کوم ځای کې چې لومړنۍ زده کړې شته د هغه ځای لپاره د منځنیو او لېسو غوښتنه کېږي او حتی زموږ کوچیان د خپلو اولادونو د زده کړې لپاره د دوی سره د لېږدونکو یا سیارو ښوونځیو غوښتونکي دي.
له دې سره چې په افغانستان د گڼ شمېر ماشومانو تگ ښوونځیو ته د دولت له لویو لاسته راوړنو څخه شمېرل کېږي؛ خو پر وړاندې یې راپورونه دا هم ښايي چې ۶ شپږ میلیونه ښوونځیو ته په عمر برابر ماشومان، ښوونځي ته له تگ څخه محرومه دي.
د ښوونځیو نه فعالېدل د ماشومانو لپاره د تعلیمي فرصتونو ضایع کېدل دي، اکثراً په لرو پرتو سیمو کې ښوونځي سوځول کېږي، د ښوونځیو سوځول د یو شمېر داسې کسانو او ډلو کار دی چې نه غواړي هېواد پرمختللی، ځواکمن او په خپلو پښو ودرېږي چې په ځینو ولایاتو کې د امنیت د نشتون له کبله ښوونځي فعالیت نه شي کولای.
له بلې لورې ډېري ماشومان په ځانگړې توگه نجونې د تعلیم او تربیې د دورې په بهیر کې مسمومېږي، چې دا عمل د نجونو د تعلیم لپاره له جدي اندېښنو څخه بلل کېږي.
داسې هم نه شو ویلی چې په تعلیمي سن برابر د میلیونونو ماشومانو تگ ښوونځي ته، د دوی ټولو ستونزو ته د پای ټکی اېږدي؛ ځکه دغه ماشومان زیاتره یې له داسې کورنیو څخه دي چې د اقتصادي وضعې کچه یې ډېره ټیټه ده او د همدغو کورنیو له خوا په وار وار اړ ایستل کېږي چې باید له کوره بهر کار وکړي.
فقر د اکثرو افغانو ماشومانو ژوند ته لوی گواښ دی. په کلیو او بانډو کې ډېر فقر ځپلي ماشومان له زده کړو محروم دي، په دې کې یې ډېر هغه ماشومان دي چې سرپرست نه لري.
دا مهال (۶۰) سلنه ماشومان په هغو کارونو بوخت دي چې د دوی فکري او جسمي پراختیا ته زیان رسونکي دي، کله چې دوی په دې کارونو بوخت شي نو له پوهې او تعلیمه ډېر لېرې پاتې کېږي.
د یوې څېړنیزې موسسې د راپور پر اساس شاوخوا لس زره ماشومان په کابل ښار کې چې عمرونه یې له پنځه نه تر نهه کلنو پورې دي، د خښتو پخولو په بټۍ کې کار کوي.
ځینې نور یې بیا پر سرکونو د لاسي څیزونو په خرڅولو، د خلکو د بوټانو پاکولو، ښاري موټرو ته د سواري پیدا کولو، د موټرونو پر مینځلو او گدایۍ باندې ورځې شپې کوي او خپلې کورنۍ ته د نفقې د برابرولو هڅې کوي.
زموږ ماشومان او اندېښمنه راتلونکې په افغاني ټولنه کې د بشري حقونو تر پښو لاندې کېدل یې کومه نوې خبره نه ده، له اوږدې زمانې را په دې خوا دلته د ماشومانو ژوند ته هېڅ پام نه دی شوی چې څومره اړین دی.
له زده کړو محرومیت، روغتیا ته نه پاملرنه، درانه کارونه، وهل ټکول، جنسي تیري او داسې په سلگونو نور هغه خنډونه دي چې په افغانستان کې د ماشومانو ژوند گواښي.
افغان حکومت، عام ولس او په ځانگړې ډول شتمنو ته په کار ده چې د هغو ماشومانو د راتلونکي په خاطر د خپل احساس او انساني عاطفې پر اساس د مرستې او لارښوونې لاس ور اوږد کړي، هغه ماشومان چې سرپرست نه لري، افغان حکومت یې باید د روزنې غم وخوري. یوازې پر دې د بې سرپرسته ماشومانو غم نه خوړل کېږي چې په یو ولایت کې یوازې دارالیتام وي، هغه ماشومان چې په ښارونو کې سوال کوي، درانه کارونه کوي، له زده کړو بې برخې دي، په نشو روږدي دي، غلا او نورو بد مرغیو په مخه کړي دي، د هغو د ژوند ژغورنه او راتلونکې ته پام به زموږ ټولو گډ مسوولیت وي.