
امریکایی«ډونالډ اېم بوبا کټي» د مذهبي میلیاردر تریوټ کټي زوی دی. نوموړی تېر کال وروسته له هغه د میلیاردرانو په نوملړ کې شامل شو چې پلار یې د ۲۰۱۴ کال په سپټمبر میاشت کې د ۹۳ کلونو په عمر مړ شو. بوبا ته کاروبار او شتمني له خپله پلاره پاتې دي.
د نوموړي پلار د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال د امريکا په پوځ کې سرتېرى و. د امريکا په پوځ کې تر خدمت وروسته یې په ١٩٤٦ زېږديز کال کې يو وړوکى رسټورانټ جوړ کړ.
کټي د خپل ورور او د سوداګرۍ د برخې د يوه ملګري په مرسته خپل کار ته پراختیا ورکړ او د چيکن او ساندوېچ توليد یې پيل کړ.
د دوی دغه کاروبار وروسته د (Chick-fil-A) په نوم د فسټ فوډ پر يوه حلقوي رسټورانټ بدل شو. د دغه رسټورانټ مرکز په اتلانتا کې دى او په سويلي امريکا کې ډېر مشهور دى.
چيک فيل اې اوسمهال د امريکا په ٣٨ ايالتونو کې ۱۸۵۰ څانګې لري. د بوبا مشر ورور چې اوس د دغه حلقوي رسټورانټ مشر دى هڅه کوي چې د خپل رسټورانټ څانګې کلمبيا، مرکزي امريکا، فلېپين، سويلي کوريا او کلفورنيا ته وغوځوي.
د دې کمپنۍ ټول رسټورانټونه د نورو خلاف د يکشنبې په ورځو تړلي وي، تر څو کار کوونکي يې وکولى شي په دغو ورځو کليسا ته د عبادت په موخه ولاړ او یا له خپلو کورنيو سره پاتې شي.
د بوبا پلار ترېيوټ کټي پياوړى ليکوال هم و چې پنځه کتابونه یې ليکلي دي.
نوموړی اوسمهال له پلاره د ورپاتې شوي حلقوي رسټورانټونو د اداره کوونکې کمپنۍ مرستیال دی. دی په ۱۹۷۵ کال کې له کالج څخه فارغ شو. له کالج له فراغت سره سم یې د خپل پلار له کاروبار سره یو ځای شو.
ده په لومړیو وختونو کې په الباني، میرټل بیچ او سودلېک مال کې د چیک فیل اې پر رسټورانټونو نظارت کاوه. له ۱۹۷۶ څخه تر ۱۹۸۰ کال پورې بیا د سودلیک مال د څانګې مدیر و.
دی او مشر ورور یې ډان دواړه د یکشنبې په ورځو په کلیسا کې درس هم ورکوي او د موټر ځغلولو شوقیان دي. بوبا د سمندري سفرونو او بېړۍ چلولو شوقي هم دی.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د مې د ۳۱ نېټې د شمېرو له مخې ډونالډ اېم بوبا کټي دری اعشاریه څلور میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۳۴ ام او د امریکا په متحده ایالتو کې ۱۹۰ ام ځای لري.
ده واده کړی، شپږ اولادونه لري او په اتلانتا کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.