تا به دلدارکړم

مــازبګر دی زبړی لــــمر دی
خـــــوږ اشنــــــا يې مرور دی
شينکی خــــال په تنـدي ږدی
پرې خپـل اشنـا خوشحـالوي
ورېــځې ورېـځې باران اوري
خوږ اشنــــــــــاپه بلۍ ښوري
د اشنـــــــــا ديدن ته ځمــــــــــه
دا باران کلـــــــــــه منمـــــــــــــه
اوږدې لارې دي سينــــــــدونه
پراته مخـــــــکې ګړنګـــــــــونه
غره پـــه سر کېږدۍ وهمــــــــه
اشنا ځـــــــــــــان له ستنومـــــه
خوږ اشنـــــا مې مساپر شــــــو
لاړ ځمـــــــــــــا نه مرور شــــــو
سپينه خــــــــــــوله ورته ساتمــه
اشنا ځان لـــــــــه را بلمــــــــــــــه
په تنـدي دې شینکی خال دی
په يارۍ کې دې کمـــــــال دی
سترګې تورې په رنجــــوکړې
بيــا ګــــذار په مئين زړو کړې
سترګې تورې په رنجـــــــوکړه
جوړ شرنګار دې د بنګړو کړه
خیال ګـــــــــودر ته د ورتلو که
شين منــــــګی دې په اوږو که
 
افغــــــــــانی ستـا خریدار دی
ستا د بدې شېبـــــــــــــویار دی
سر او مال به درنه ځــــار کړم
خوږ اشنــــــــا تا به دلدارکړم
-----------------------------
سميع الدين افغانی
١٧ - ٧ - ٢٠٠٩