دا تريو تندی د پردي کور په سړي بد لګيږي
بل نغری دبل چا اورپه سړي بد لګيږي
چې موژوندون دبل په کلواو کوڅو تيريږيمحتاج وختونه د پيغور په سړي بد لګيږي
بدې شيبې د محتاجي په اجنبي ملکو کېدا محنتونه سپکې سپور په سړي بد لګیږي
د ژوند نا خوالو ستړي ستړي کړوچاره نلروداسې فضا د ظلم ، زورپه سړي بد لګیږي
د زړګي اه! مو تر اسمانه فريادونه کويدا بيغوري نا حقه تور په سړي بد لګیږي
نشته چاره دې بدحالت نه د خلاصون چرته کې عذاب وختونه لور په لورپه سړي بد لګیږي
ربه يو لاس کړي دا خواره او مرورافغانان د بل په لمسه وژل ورورپه سړي بد لګیږي
څو به مهاجر يو د وطن ارمان په زړه کې لرود غه اوږد لاس بل ته د پور په سړي بد لګیږي
نه خوشالي شته پدې سيمه نه درمان د زړګودا لباسي خندا د زور په سړي بد لګیږي-------------------------------------سمیع الدین افغانی٢٧ - ١٢ - ٢٠١١
وروستي