
تور بانجان د نورو ډېرو ګټو سربېره د جنسي ځواک دپياوړتیا لپاره اغیزناک او ګټور دی، همدا راز دنارینه او ښځینه جنسي لېوالتیا په یوه کچه زیاتوي.
توربانجان د ویټامین او معادن تر څنګ داکسید ضد مواد لري، بانجان کولای شي،چې ښځینه او نارینه هرمونونه،چې دجنسي ځواک اساسي سرچینه ده تازه وساتي.
بانجان دمغز په روغتیا کې دپاموړ رول لري، خو که په غوړو کې سور شي خپلې ډېرې ځانګړنې له لاسه ورکوي ، پوهان سپارښتنه کوي،چې باید په اوبه کې جوش او بیا ترې ګټه واخیستل شي. دا هم د یادونې ده،چې بانجان د اکسد لوړه کچه مواد لري،چې دبدن ډیری حجرې له ضایع کېدو ژغوري.
دپرهیز په برخه کې بانجان بیا بېساری مېوه ده ځکه ډېره لږه کالري لري ، سرطان ضد مواد لري، د ادرار په برخه کې هم اغیزناک دی او له بدن څخه دخولو بد بوي له منځه وړي.
په پای کې بانجان د بدن د دفاعي ځواک په پیاوړتیا کې مهم رول لري پوهان سپارښتنه کوي،چې بانجان باید لږ تر لږه په اونۍ کې دوه ځل وخوړل شي.