
والټ دیسني وايي زموږ هره هیله ریښتیا کېدای شي، که یې موږ د تعقیت جرئت وکړو.
هر انسان ګڼې هیلې لري او غواړي چې دا هیلې یې پر واقعیت بدلې شي. دا کار ممکن هم دی، خو هغه وخت چې خپلې هیلې پر اهدافو بدلې کړلی شو.
که خپلې هیلې او خوبونه پر اهدافو بدل نه کړی، د ریښتیا کېدو تمه به یې ډېره پر ځای نه وي. د اکثریت بریالیو کسانو د ژوند له مطالعې به درته څرګنده شي، چې د هغوی د بریا یو ستر راز داسې مهارت لرل دي چې دوی یې پر مټ خپلې هیلې پر اهدافو بدلې کړې دي.
هیلې یا خوبونه سراب ته ورته خیال پلو دی چې یوازې د لنډ وخت لپاره سړی موړ ساتي. اهداف بیا داسې مشخصې موخې دي چې سړی هغې ته د رسېدو لپاره لارې چارې لټوي او له خپلو ټولو امکاناتو ګټه پورته کوي.
د دې لپاره چې خپلو هیلو ته ورسېږی، مجبور یی چې هغه پر اهدافو بدلې کړی.
د هیلې او هدف ترمنځ لنډ توپیر به دا وي چې هدف د هیلې په پرتله ډېر مشخص وي.
مثلا هر څوک غواړي چې شتمن شي، خو ډېر لږ خلک دا وړتیا لري چې د ځان لپاره یو مشخص هدف وټاکي چې په یوه کال کې به دومره پیسې ګټي. د دغه کار یو لامل له ناکامۍ وېره ده.
تاسې ځکه په یوه مشخصه موده کې په لیکلې بڼه یو هدف نه ټاکی چې له ماتې وېرېږی. ډاډه نه یی چې په دومره موده کې به خپل ټاکلی هدف ته ورسېږی. همدا وېره ده چې نه پرېږدي ستاسې هیلې پر اهدافو بدلې شي او تاسې هغه په عامه اصطلاح په خالي نړۍ کې ساتي.
که غواړی چې بریالي شی او هیلې مو پر اهدافو د بدلېدو له لارې ریښتیا شي تاسې باید لومړی ګام چې باید پورته یې کړی له وېرې د ځان خلاصون دی.
تر هغو چې د هدف د ټاکلو جرئت پیدا نه کړی، د بریالیتوب تمه بې ځایه ده.
په لیکلې بڼه او د سند په توګه د هدف ساتل تاسې هڅوي چې د ترلاسه کولو لپاره یې لارې چارې ولټوئ.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.