
سویسي «Stephan Schmidheiny» ته کاروبار له پلاره پاتې دی.
نوموړی د ۱۹۴۷ زېږدیز کال د اکټوبر په ۲۹ مه نېټه د شمال ختیځ سویس د ګالن په بلګاچ سیمه کې زېږېدلی دی. نوموړي د ښوونځي تر بشپړولو وروسته د زوریخ پورهنتون ته لاره موندلې ده. په همدې پوهنتون کې یې د حقوقو په برخه کې تر دکتورا خپلو زده کړو ته دوام ورکړی دی.
د ۲۹ کلونو و چې په ۱۹۷۶ کال د خپل پلار د کمپنۍ اجرایوي مشر وټاکل شو. دې کمپنۍ په هغه وخت کې ساختماني توکي تولیدول.
د سټېفن پلار په ۱۹۸۶ زېږدیز کال پرېکړه وکړه چې خپل کاروبار د دوو زامنو توماس او سټېفن تر منځ ووېشي. د وېش له مخې د سیمنټو برخه توماس او د کوهي پنبې په نوم د یو ډول کاني موادو برخه سټېفن ته ورسېده. کوهي پنبه چې په انګریزي کې یې نوم «Asbestos» دی، د زمین شناسۍ په علم کې د نا مهربان کان په نوم هم یادېږي. دغه ماده د اور پر وړاندې ډېر مقاومت لري او په هغو موادو کې کارول کېږي چې د اور ضد وي.
خو دغه ماده د سرطان ناروغي رامنځته کوي له همدې کبله یې کارونه په امریکا او اروپا کې ممنوع شوې ده. سټېفن په دې برخه کې خپلې ونډې په ۱۹۸۶ کال کې وپلورلې او د ځنګلونو، بانکدارۍ، لګښت وړ توکو، برېښنايي او نوري توکو په برخه کې یې نوې پانګونې وکړې.
ده په ۱۹۸۰ کال کې یو بنسټ رامنځته کړ چې د لاتینې امریکا په هېوادونو کې یې له کوچنیو او منځنیو کاروبارونو سره د پراختیا په برخه کې مرستې کولې.
سټېفن په ۱۹۸۲ کال کې په چیلي کې ۱۲۰۰۰۰ زره هکتاره ځمکه واخیسته. د ماپوچې په نوم یو قوم چې د سویلي او مرکزي چیلي او د سوېل لوېدیځ ارجنټاین اصلي اوسېدونکي دي ادعا کوي چې د سټېفن له لوري یوه برخه پېرودل شوې ځمکه د « پنوچېټ» د ديکتاتورۍ پر مهال له دوی څخه غصب شوې ده.
نوموړی په ۱۹۹۰ زېږدیز کال کې د سوداګرۍ او صنعت په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي سلاکار وټاکل شو.
سټېفن د محکمې له لوري پر ۱۸ کاله بند محکوم شوی، خو دغه جزا نه ده ورباندې عملي شوې. پر ده او د کوهي پنبې د کمپنۍ د اېټالیا د څانګې پر مشر تور دی چې په دغه هېواد کې یې د خپلو کارکوونکو د ژوند خوندي کولو لپاره هڅه نه ده کړې او له کبله یې دوه زره اېټالوي کارګر وژل مړه شوي دي. یو لومړنۍ اېټالوۍ محکمې نوموړی پر ۱۶ کاله بند او نقدي جریمه محکوم کړ، خو استیناف محکمې د هغه بند ان ۱۸ کلونو ته لوړ کړ، خو ورباندې عملي نه شو.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د مې د ۳۰ نېټې د شمېرو له مخې د سټېفن پانګه دری اعشاریه دری میلیارده ډالره بلل شوې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۳۴ ام او په خپل هېواد سویس کې ۱۱ ام ځای لري.
ده واده کړی، دوه اولادونه لري او د سویس په هورډېن کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.