
پوهان وايي د پرمختګ او ښه ژوند د جوړولو لپاره یوازې اراده او هڅه بس دي. که د ښه ژوند اراده او هڅه مو وکړه تر معیبوبیت پورې هېڅ راز نیمګړتیا ستاسې د لارې خنډ نه شي کېدای. امریکایی هاري سټین چې د لیکلو او لوستلو په برخه کې یې ستونزه درلوده او د « dyslexia » له ستونزې سره مخ و نن میلیاردر دی.
ده له دې ستونزې سره سره په ښوونځي کې د پیاوړي ماشوم په توګه مبارزه وکړه او تر کالج پورې یې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ.
نوموړي هېڅکله خپله دا ستونزه د پلمې په توګه ونه کاروله او له همدې کبله بریالی شو.
دی وايي د پرمختګ پر وړاندې یو ستر او اصلي خنډ ځان ته د پلمو جوړول دي.
سټین له فوربس سره په یوه مرکه کې ویلي:« موږ ټول ادعا کوو چې که مې دا او هغه ستونزه مو نه درلودی کار به مو په سمه بڼه ترسره کړی و. دا ټول مزخرف دي. موږ یوازې له دې کبله پلمې جوړو چې کار مو په سمه بڼه نه دی ترسره کړی.»
نوموړی د ایووا ایالت د یوه بزګر په کورنۍ کې زېږېدلی دی. پلار یې په خپله سیمه کې یو فارم درلود.
نوموړي چې کله د « McPherson» په نوم کالج بشپړ کړ له خپل پلار سره یې په فارم کې کار پیل کړ.
سره له دې چې په کالج کې زده کړو شیانو یې په فارم کې له کار سره سر نه خوړ، خو په ژوند کې یې ډېره ګټه ترې پورته کړه.
ده په ۱۹۶۰ زېږدیز کال کې د خپل پلار په فارم کې د تخمونو اصلاح پیل کړه. نوموړي په همدې وخت کې د سویابینو تخم اصلاح کړ.
په ۱۹۹۰ کلونو کې دی په خپله سیمه کې لومړنی کس و چې د سویابینو د تخم د اصلاح او سویابین پېژندنې جواز یې ترلاسه کړ. د همدې جواز او خپلو هڅو په پایله کې یې د همدې برخې له دوو سترو کمپنیو سره تړونونه وکړل چې نن یې هم د عواید سترې سرچینې دي.
نوموړي له همدې لارې د سټین سیډ په نوم کمپنۍ جوړه کړه چې په نړیواله کچه د تخمونو او کرنیزو تولیداتو د تولید تر ټولو ستره شخصي کمپنۍ ده.
د شمېرو له مخې په امریکا کې د کرل کېدونکو سویابینو ۶۰ سلنه یې هغه سویابین دي چې تخمونو ته یې د سټین له لوري پراختیا ورکړل شوې ده.
د فوربس مجلې د شمېرو له مخې هاري سټین د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د مې تر ۳۰ مې نېټې دری اعشاریه پنځه میلیارده ډالره پانګه درلوده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۳۴ او د امریکا په متحده ایالاتو کې ۱۸۳ ام ځای لري.
ده واده کړ، څلور اولادونه لري او په ایووا ایالت کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده