
مونږ له دوستانوسره یو ځای په فیسبوک کې د هېواد د ملي کرنسۍ « افغانۍ » لپاره یو واړوکی کمپاین وکړ. د ټولو سرحدي ولایتونو ښاغلي والیان به هرومرو پدې خبر وي. که بیا هم نه وي خبر پکار ده چې خبر شي. دوستانو په ډېره مینه برخه پکې واخیسته. پدې باب د دوی له احساس او مرستې نه یوه دنیا مننه. همدارنګه د «روهي ویب پاڼې» نه هم د زړه له کومې مننه.
دا په رښتیا هم ډېره مهمه او حیاتي خبره ده. زمونږ په ټولو سرحدي ولایتونو کې لا تر اوسه پاکستانې کلدارې چلیږي او مونږ پخپله خپلې کرنسۍ ته هیڅ اهمیت نه ورکوو، هغې ته ضربه ورکوو او پر ځای یې کلداره تقویه کوو. دا چې زمونږ کرنسي ورځ په ورځ خپل ارزش له لاسه ورکوي، یو علت یې هم همدا دی. بل دا چې پدې کار سره مونږ پخپله په لوی لاس ګاونډیانو ته د دې امکان ورکوو چې زمونږ په کورنیو چارو کې لاس وهنه وکړي.
مونږ دا خبره را پورته کړه. اوس د مدني ټولنو، قومي مشرانو او روڼ اندو کاردی چې پدې باب له خپلو والیانو سره مرسته وکړي ترڅو زر تر زره په کلدارو بندیز ولګوي او خپله افغانۍ رواج کړي. له یوې خوا به مو د افغانۍ ارزش ساتلی وي او له بلې خوا به مو د پردیو د لاس وهنې مخه نیولې وي. د دنیا په یوه هېواد کې هم داسې نه کیږي چې یو څوک دې پخپل هېواد کې په خارجي اسعارو راکړه ورکړه وکړي. د خوست، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار، کنړ، لغمان، نورستان او داسې نورو ولایتونو والیانو، مدني ټولنو او قومي مشرانو ته پدې لاره کې د بریالیتوب دعا کوو. ومن الله توفیق.
عثمان رسولي