
نیټه: ۸/۳/۱۳۹۴،ه،ش
د روهي وېب پاڼې ښاغلو او آغلو مینه والو!
په تېر څپرکي کې پر بانډستي ترهګرۍ باندې رڼا واچول شوه او لکه څرنګه مو چې ستاسو قدرمنو لوستونکو سره ژمنه کړي وه، چې وروسته د بانډستي ترهګرۍ له پېژندلو څخه به په افغانستان کې د پاکستان او ایران لخوا په جوړ شویو تنظیمونو باندې معلومات وړاندې کوو او په پای کې به د جهادي تنظیمونو، طالبانو او د سقاؤ د بانډ کړنې سره پرتله کوو، خو د وخت د کمي له امله ومو نه شول کړی چې خپله ژمنه پوره کړو، بیا هم دا ژمنه کوو چې د لیکنې پاتې برخه او نور وړ معلومات به په راتلونکي کې چې کله کتاب چاپیږي ولیکو، انشاء الله.
د ترهګرۍ د ډولونو په لړ کې یو هم (مذهبي ترهګري) ده چې په حقیقت کې د نړۍ په ټولو رښتینو ادیانو کې له آره دیني ترهګري (ظلم) نه لیدل کیږي او په نړۍ کې هېڅ ریښتنی دین د ترهګرۍ مسؤلیت نه لري، که د دیني احکامو سره سمه جګړه وشي تروریزم نه بلکه هغه به عادلانه جګړه وي(چې د عادلانه جګړې په برخه کې به پرې وغږیږو) دا چې کومې ترورستي کړنې چې د مذهب په نوم ترسره کیږي دا د اړوندو کسانو خپل تحریفات دي چې په خپلو مذهبي کتابونو کې یې لاسوهنې(اړونې) کړي دي او یا د خپلې خوښې سره سم غلط تفسیرونه او تعبیرونه کوي او خپلې ترهګریزې کړنې د خدای تعالیَ د احکامو پلي کول او د خدای د دښمنانو او شېطانانو سره جګړه بولي ، چې له امله یې د مذهب په نوم بې ګناه خلک وژني، شکنجه او ډاروي یې، له خلکو څخه شتمنۍ او نور توکي ترلاسه کوي او د نورو هر ډول ازار او آذیتونو سبب کیږي، دغو خلکو چې هر څه یې خوښ شوي دي له ځانه یې د دین په نوم نوي نوي خبرې (بداعتونه) را منځ ته کړي دي، چې اصلاً یې موخې او انګېزې سیاسي او شخصي ګټې دي.
له بل پلوه د هر یوه مذهب پېروان خپلو مخالفو لورو ته د هغوی د مذهب په نوم چې د اړونده مذهب څخه ناوړه ګټه اخلي مذهبي ترهګري وایي، لکه عسویان، یهود او هندوان هغو ډلو ته چې مسلمانان دي او د دوی پر وړاندې جګړې کوي، دوی یې (اسلامي ترهګري؛ Islamic terrorism)بولي.
د بېلګې په توګه ویلې شو چې د خلکو ديني، مذهبي ګروهو او مقدساتو له منځه وړل، د خلکو په سوله ييز مذهب کې د تروريزم، تشدد او خرافاتو رامنځ ته کولو ته لکه د اسلام په مقدس دين کې د شعيه ګانو ډله او په شعیه ګانو کې نورې ډلې رامنځ ته کول، دا شان قاېدانیت، بهاءیت او د ځان مرګو بريدونو ګروهه، د القایدې او داعش کړنو او داسې نورو اعمالو ته اسلامي ترهګري وایي.
او مسلمانان خپلو مخالفینو ته د هغوی د اړوندو مذهبونو په نوم ترهګري وایي، لکه یهودي ترهګري، صلیبي ترهګري او داسې نور نومونه.
مثلاً: اسرايلو د يهودانو په دین کې ناوړه ترورستي ګروهې رامنځ ته کړي دي، د تورات په تفسیر، یا شفاهي تورات (تلمود) کې د یهودو د حاخامانو(ملایانو) له خوا ترهګریزې کړنې رامنځ ته شوي دي، چې له امله یې په ټوله نړۍ کې ډول، ډول وحشتونه پلي کړي دي، د یهودو دا ډول کړنو ته مسلمانان او نور وګړي (یهودي ترهګري Jewish terrorism)وایی. په عیسویت کې د (پروتستانو) ګروهې او د عیسویانو په کاتولیک مذهب کې ځینې ګړوهې لکه د عیسوی کشیشانو لخوا په پېسو باندې د ګناهونو پېرودل او بخښل، چې په دې توګه له خلکو څخه پېسې لاس ته راوړي او همداشان صلبي جګړې، (چې له نوم څخه یې جوته ده) د عیسویت په نوم ترهګریزو کړنو ته عیسوي ترهګري وایي.
دا ډول د هندوانو په ګروهو کې افراطي کړنې لکه: په کال۱۹۹۲،ز) کې د هند په آیودیا ښار کې د مسلمانانو د بابري مسجد ورانول او د سکانو په سوله یيز مذهب کې د پنځم ګورو (ارجن) او دې ده زوى ګورو(هرګوبيند) لخوا دجګړو او وژنو عقيده رامنځ ته کول دي چې د بابا نانک په ښوونو او ګروهو کې د جګړو او دښمنيو ښوونې او کړنې نه تر سترګو کيږي.
د جاپانیانو په پخوانیو عقایدو کې د تشدد او استعمار عقیده او د نړۍ له ټولو انسانانو څخه ځانونه لوړ او ښه بلل، لکه د اسرایلو په دین کې چې دا ډول باور رامنځ ته شوی دی، مذهبي ترهګري ده.
په اوسنی عصر کې یې ښه بېلګه په جاپان کې د توکیو ښار د مترو په تم ځای کې، چې په کال(۱۹۹۵، ز) کې دوژونکي ګاز(سیرین) کارول د یوې مذهبي ډلې(آیوم شينريكيو) چې د بودایانو او مسیحیانو په ګروهو یې باور درلود دبودایانو د مقدسو کتابونو څخه یې د یوه نوي تفسیر په کولو سره، په دې ګروهه وو چې هغه وګړيچې ددې نړۍپه ژوند کې خپل ګناهونه (کارما)زیاتوي،ددوی د عمر لنډول(وژل) د دوی سره مرسته کول دي. لنډه دا چې په هر مذهب کې افراط او تفریط مذهبي تروريزم دى.
له بلې خوا مذهبي ترهګرۍ ته یو شمېر پوهانو په بیلابیلو نظرونو کتلي دي، د فرانسې په انقلاب کې د مذهبي کسانو شکنجه کول، په مذهبي مراسمو باندې بندیزونه او د مذهب له منځه وړلو ته مذهبي ترهګري ویل شوي ده، ښاغلي ویل دورانت په دې اړه داسې لیکلي دي: په کال (۱۷۹۷،ز) کې بیا مذهبي ترور پېل شو او تر (۱۷۹۹،ز) پورې یې دوام وکړ، په دغه مذهبي تروریزم کې یې (۸۰۰۰) کشېشان بندیان کړل او (۷۰۰۰) نور کشیشان یې د بلژیک ولایت ته وشړل. د مذهبي مراسمو عملي کول یې منع کړل، د مذهبي لباس په اغوستلو یې بندیزونه ولګول ... ، پر مړیو باندې د جنازې مراسم له منځه ولاړل، د مړیو پر مړیستنو باندې یې لوحې لګولي وې او پرې لیکلي یې وو: «مرګ یو دایمي خوب دی». د مسیحانو اسقفان او کشیشان مجبور شول چې خپلې مخصوصې مذهبي خولۍ وغوځوي او انقلابي سرې خولۍ په سر کړي. ټول صلیبونه او د عسیَ (ع) مجسمې او نور مذهبي توکي یې له منځه یوړل او یوازې طبعیت یې خدای وباله. (تاریخ تمدن ۱۱ټوک ص ۹۲- ۹۳)
مارتین ایمیسوایي: د لينن هېڅ يو تروريستي عمل بې د مذهبي تروريزم څخه بل ډول عمل نه ؤ، کليساوې يې وتړلې او روحانيون يې وزورول که څوک به د عبادت لپاره سره راغوڼد شول نو د کمونيستانو لخوا به د انقلاب ضد او بد نيتي بلل د ارتدوکس په دغه محکمو کې په کال(١٩٢٢،ز) کې يو شمير اسقفان په دې تور تورن شول چې د کليساء د قيمتي توکو د مصادرې مخه يې نيولي وه، لينن د (١٩٢١،ز) کال قحطي سياسي لاس ته راوړنه وبلله، نوموړى مدعي شو چې د کليساء هغه قيمتي توکي د خلکو سره د مرستې لپاره کارول کيږي خو داسې نه وه دا ډول اعمال د کليساء د بې حرمتۍ لپاره تر سره شول.(استالین مخوف؛ خنده وبیست میلیون،ص٢٢٣)
د کليساء کشيشان يې په دار وځړول... فردي عبادت منع ؤ او ويل يې چې د دې پر ځاى چې پر خداى ايمان ولرئ، په علم او ماشينونو ايمان راوړئ.
په کليساء کې د خلکو ودونه لغوه شول د مړيو ښخول او کفن له مينځه ولاړل، استالين په(١٩٢٩،ز) کال کې په دين باندې حمله له سره پيل کړه کشیشان يې د کولاګ (د کولا جزیرې ته شړل شوی کسانو) سره په يوه ليکه کې وشميرل شول... کشیشان په ښکاره د کليساوو د تړلو سره مخالفت کولو کمونيستانو د کليساوو څخه لومړى د کليساء زنګونه یوړل او ويل به يې چې د دغو زنګونو غږونه ټول زحمت کښ خلک(بې دينه خلک) په عذابوي او وروسته به يې د صنعتي مصارفو لپاره اوبه (ذوب) کول شمايل (د کليساء مقدس توکي) يې ماتول او سوزول، د الحاد مسخرو او بې احترامۍ سره به يې غورځول. (استالین مخوف؛ خنده وبیست میلیون، ص٢٢٤)
د (١٩٣٠،ز) کال په پاى کې په سلو کې اتيا کليوالې کليساوې وتړل شوې او يا د منتظرو، تعبد شويو د کولاګ جزیرې د پنډغاليو لپاره کارول کيدلې او په کورونو کې هم د عبادت تر سره کولو مخه هم ونيول شوه. (استالین مخوف؛ خنده وبیست میلیون،ص٢٢٤)
وايي چې کمونيستان نه يواځې د خپلو خلکو سره په جګړه کې وو بلکې له طبيعت (خداى) سره هم په جګړه کې وو لېنن ګورکي ته داسې ويلي وو: «هره ديني عقيده او هره خدايي عقيده... داسې له خطر او نفرت څخه ډکه (ناروغي) ده، چې په ميليونونو ګناهونه، بد اعمال، وهل ټکول او جسمي ناروغۍ دومره خطر نه لري لکه يو روحاني چې د خداى په عقيده پوښلى وي.»(استالین مخوف؛ خنده وبیست میلیون، ص٤٥)
وايي چې په (١٩٢٢،ز) کې (٢٦٩١) کشيشان،(١٩٦٢) راهبان او (٣٤٤٧) راهبې وژل شوي دي. په دسمبر کې په پيتروګراد کې یوه دستګاه پرانيستلی شوه، کمونستانو په کال (١٩١٨، ز) په دسمبر کې د مړيو د جنازو مراسم او ښخول په خپل لاس کې ونيول( چې د دوى په دې عمل) د مړيو د جسدونو دلى(امبارونه) جوړ شول او د سپيو ګلې به په هر ځاى کې تر سترګو کيدلې د روغتونونو بويونه به تر لرې لرې ځايونو پورې حس کيدل... .
د ليکوال په ورځنيو يادښتونو کې لولو: په روسيه کې په دې ورځو کې مړه کيدل اسان دي خو د مړي خښول ډېرګران کار دى، وروسته د مړستونو ملي کول د مړو ښخول په رشوت باندې ترسره کيدل... وايي چې د يوه مړي ښخول د(١٩١٩، ز) په نومبر کې په /٣٠٠٠٠ روبلو تماميدل.
او دا د يو بل خاطره ليکونکي خاطره ده چې وايي: زما د تره (ادوارد) د ښخولو مصارف په (١٩٢١، ز) په دسمبر کې پهځه ملیونه روبلو ته ورسيدل... .
کمونيستي ريژيم د مړيو سوځول هم تشويقول... وروسته له ډېرو ستړو تجربو څخه د سوزولو لومړنى بټۍ (کوره) په کال (١٩٢٠، ز) کې ١٢٠ جسدونه په سختى سره وسوځول او په کال(١٩٢١،ز) کې د کورېچت اور واخيست او د مړيو د سوځولو کوره په خپله وسوځول شوه د مړيو د حل بله لاره ټوليز مړيستنونه وو، وايي چې مسکو ته نږدې د (باتوو) په کندو کې سل زره جسدونه ښخ دي او په يو بل مړيستون کې چې د استالين په وخت کې د اوکراين په (بايکوونه) کې جوړ شوى ؤ، دوه سوه زره مړي په خاورو کې ښخ شوي دي. (استالین مخوف؛ خنده وبیست میلیون،ص٧٦)
لينن له وړکتوب څخه راپه دې خوا ټول عمر موسمي قحطي د انقلاب د رامنځ ته کولو او بې دينى لپاره ډېره ښه وسيله بلله او د قحطى ترور د لينن په نظر يواځينى ښه لاره وه. لينن په (١٩٢٢، ز) کال کې وليکل: «لويه اشتباه ده چې فکر وکړو چې نوى اقتصادي سياست به ترور پاى ته ورسوي موږ بيا هم بايد له تروريزم (اقتصادي تروريزم) سره يو لاس شو.»(استالین مخوف؛ خنده وبیست میلیون،ص١٦٤)
د پورته یادونو څخه پوهیدلی شو چې د مذهبي کسانو پر وړاندې ترهګري، مذهبي ترهګري نه ده بلکه د مذهب پر وړاندې ترهګريزې کړنې دي.
د لیکنې پاتې برخې وار په وار خپریږي.