
د لوی او بخښوونكي خدای په نامه
پښتون پوسټ ورځپاڼه
سرليكنه (اداريه )
په ملاكنډ كښې حكومت دنيغې لار په نامه عمليات پيل كړل چې په ملاكنډ كښې طالبان له مينځه يوسي كه څه هم حكومت دملاكنډ دشريعت دټينګښت دغورځنګ له مشر مولانا صوفي محمد سره يو تړون لاسليك كړ، چې حكومت به په ملاكنډ كښې شريعت نافذوي او طالبان به وسلې پر ځمكه يږدي او په دولتي اوغيرى دولتي تاسيساتو به بريدونه نه کوي خو دغه تړون ډيرزر مات شو او حكومت په ملاكنډ كښې دنيغې لار په نامه هر اړخيزه عمليات پيل كړل چې له لامله يې دسوات ، بونير او ملاكنډ اودنورو سيمو پښتانه كډوالۍ ته اړ شول ،چې يوڅه يې دصوابۍ او نوښار سيمو ته راوكوچيدل او يو څه يې دپېښور په لړمه اونورو سيمو كښې ميشت شول حكومت دملاكنډ دعملياتو دپاى ته رسيدو اعلان وكړ او دغه كډوالو ته يې له 13جولاى تر 20 جولاى پورې وخت وركړ چې خپلو سيمو ته بيرته ستانه شي په دې اړه په چارسده كښې يوې غونډې ته دصوبه سرحد اعلى وزير امير حيدر هوتي خبرې وكړى او ډاډيې وركړ، چې مونږ به تاسو سره هر ډول مرسته كوو دامنيت دساتنې دپاره دولس سره هرډول مرستې ته چمتو يو خو ولس بايد حكومت سره هم مرسته وكړي خو دلړمې دكيمپ جنگ ځپلو بيا دحكومت په دې مرستې شك څرگند كړى اووايي چې مونږ ته تر دې
دمه يو حكومتي چارواكى هم نه دى راغلى او نه راسره دمرستې ژمنې شويدي حكومت چې مونږ سره كومې ژمنې كړى وى چې تاسو سره به دبې نظير بهټو دمرستندويه ادارې له خوا مرسته كيږي هغه هم نه ده شوى مونږ په سوات او ملاكنډ كښې خپل ځانونه ډاډ من نه احساسو او نه غواړو چې سوات او يا ملاكنډ ته بيرته ستانه شو مونږ دحكومت پر ژمنو باور نه لرو حكومت بايد مونږ سره خپلې تېرې ژمنې عملى كړي چې خپلو سيمو ته ستانه شو كه سيمې ته ورغلو نو بيا به دطالبانو له خوا له جګړو سره مخ شو حكومت كه څه هم ژمنه كړى چې په سوات او ملاكنډ كښې به امنيتى ځواكونو شميره
زياته كړو خو ولس دحكومت په دې خبرو باور نه لرى
ليكوال : فضل قادر انډيوال
qadirandewal@yahoo.com