زمونږ ټولنه په يتيم پام نه کوي!!

 
ليک: عبيدالله ساحل
په ټولنه کې د انسانانو راټوليدل او خپلمنځي اړيکي د دې لپاره دود شوي چې خلک د يو بل په حالت او وضعيت پوه شي، د خپل بل مسلمان له حاله ځان خبر کړي، په غم کې ورته اوږه ورکړي او په خوشالۍ کې ورسره ځان بدرګه کړي تر څو ټولنيز ژوند په انساني فکر وړاندې ولاړ شي، خلک د ارامۍ او خوشالۍ احساس وکړي په دې پوه شي چې موږ له نورو کايناتو متفاوت ژوند او جلا منهج لرو.
د مسلمانانو ټولنې بايد په دې برخه کې د نورو ټولنو په منځ کې بهترينه نمونه وي، د نورو خلکو لپاره د تقليد مرجع وي او خلک په دې قانع کړي چې په رښتونې توګه دلته د انساني ژوند – ژوندۍ بېلګې ترسترګو کيږي او د دې ځای خلک ځانونه يو جسم او يو جسد بولي، په خپله ټولنه کې د بل هر مسلمان ورور په درد، درديږي او په خوشالۍ يې د خوشالۍ احساس کوي، ټول د يو بل په وړاندې متواضع او مات وي، کرکه او نفرت له سره نه پيژني، په همکارۍ او متقابل احترام دروند باور لري.
کومې ټولنې چې په رښتونې معنی د متقابل احترام، زړه خوږۍ، همکارۍ، لطف او همدردۍ نه برخمنې وي نو هغوي په رښتونې معنی انساني ټولنې دي او هلته د هر چا مقام او حيثيت خپل ځای لري، مشر او کشر سره په خپل چوکاټ کې هماغه شان چلند کيږي څنګه چې وړ وي.
بدبختانه زموږ  د ولس په غيږ  کې ډيرې داسې ټولنې ليدل کيږي چې هلته په دې ټولو ارزښتونو درنه تيږه ايښودل شوې او خلک يې په داسې لور روان وي چې د انساني ژوند نه اوږده فاصله لري، د دې پرځای چې د خپل ځان د بقا لپاره ګام پورته کړي برعکس د ځان د نابودۍ په لور روان وي او په خپل ژوند کې د داسې بنيادونو بنسټ کيږدي چې له مرګه وروسته يې هم د وبال پېټې د هغه پر غاړه وي، چې يو له هغې څخه په ټولنه کې له يتيم سره ناسم چلند کول دي، يتيم ته په ټولنه کې د لويدلي او بې څوکه انسان په سترګه کتل دي، د يتيم مال او جايداد بې ډاره په رڼو سترګو خوړل او هضمول کيږي، دا ټول هغه څه دي چې اوس ورسره زموږ ټولنې لاس او ګريوان دي، نه يواځې داچې پر يتيم پام نکوي بلکې  ورباندې ظلم کوي او په رڼو سترګو يې په ورميږ پښه ږدي.
افغانه ټولنه چې د نورو ټولنو په پرتله خورا زيات يتيمان لري چې دا يتيمان اکثره د هغو نوم ورکو پلرونو بچيان دي څوک چې د اسلامي نظام د حاکميت او هيواد د ازادۍ په تکل قرباني شوي، خو زموږ ټولنه بدبختانه د دغه بې وزله کتلې له پالنې بې پروا ده، پالنې او روزنې ته يې هغومره پام نه کوي څومره چې د هغوي حق جوړيږي، په ټولنه او کورنۍ کې مظلوم او بې څوکه ګڼل کيږي ان تر دې چې د بيچاره ګانو په حق سلم خيټه اچول کيږي او د ژوند په نعمتونو يې چور ګډ وي.
زه د خپل ژوند په لنډ عمر کې د خپلې ټولنې په لسګونو يتيمان پيژنم چې په کورنۍ کې د ژوند له ټولو نعمتونو بې برخې شوي او د محروميت ويرجن ژوند تيروي، د خوشالۍ په مناسبتونو کې د يتيم ماشومانو کالي، خولۍ او څپلۍ نه درلودل خو عادي او سطحي خبره ده، ورځې ورځې په نهره خيټه تيرول او د وچې ډوډۍ وس نه درلودل خو د هغوي د ژوند معمول ګرځيدلی، په ټولنه کې ورته سپک نظر او رټلو سره بيچاره ګان روږدي شوي.... زموږ په ټولنه کې يتيمي پيغلې ورک شوی او بې څوکه مال دی او هغه څوک يې د خپلو هيلو لپاره قرباني کوي چې دغه ورک شوی مال يې په ملکيت کې وي؛ هغوي ته د انتخاب حق نه ورکوي او جبر سره يې خپلو زامنو ته په نکاح کينوي ځکه چې يتيمان دي، هېلې او ارمانونه نلري، زړونه او ذوقونه نلري په ژوند کې د انتخاب او تبسم حق نلري.
يوه معصومه يتيمه پېغله چې پلار يې په تېر انقلاب کې د روسي ښکيلاک په وړاندې د اسلامي نظام د تحقق او هيواد د ازادۍ په هيله قرباني شوی ؤ، اوس نهايت مظلوم ژوند لري، نږدې لس کاله کيږي چې د خپلې مور بېله شوې او جبرا د هغې سره  د نه ليدلو په عمري حبس محکومه شوې، ځکه چې مور يې يواځې دومره ويلی ؤ چې زه مې خپلې لورګانې په خپل انتخاب واده کوم او اجازه نه ورکوم چې هغوي دې  د پلار د درد دپاسه نور دردونه وګوري، نه يې د مور هېله پوره شوه او نه يې بيا تر ننه تر لسو کلونو پورې د خپلې لور پرانستې سترګي وليدلې، دا زموږ د ټولنې رښتونی انځور او له يتيم سره چلند دی چې تر ننه پورې همداسې روان دی.
زموږ په ټولنه کې يتيم نهايت مظلوم او بې څوکه ژوند لري، د ژوند له ټولو نعمتونو بې برخې او بينوا ژوند تيروي، د هغوي ارمانونه او هيلې له غوړيدو وړاندې مړاوې شوي وي.
هغه چلند چې زموږ په ټولنه کې له يتيم سره ترسره کيږي نه يواځې د اسلام خلاف عمل دی بلکې د افغانيت سره هم په ټکر کې دی، رښتونی افغان په رښتونې معنی خپل يتيم ته رښتونې مينه ورکوي، د ژوند په خوشاليو کې يې شريک بولي او هڅه کوي چې د هغوي هېلې او ارمانونه د هغوي په ژوند کې خړوب کړي.