د انتخاباتو د کمپاين پر دفتروبريدونه او د امنيتي ارگانونو نااغيړي

د لوی او بخښوونكی خدای په نامه
پښتون پوسټ ورځپاڼه
سرليكنه (اداريه )
په زابل کې د کرزي د انتخاباتو په دفتر د لاسي بم بريد شوى،د کاپيسا په نجراب کې ډاکټر عبدالله د کمپاين دفتر مشر وژل شوى په کندوز کې د کرزي دکمپاين کوونکي کور نامعلومو وسله والو سوزولى وو دې ډول پېښو ته په پام سره،چې په هېواد کې د کانديدانوکمپاين يو څه څپانده شوى او هرکانديد کوښښ کوي،چې خپله تگ لاره اولس ته ورسوي خو دا،چې د کانديدانو د کمپاين په دفترو نامعلومه وسله وال بريدونه کوي او يا کمپاين کوونکي وژل کيږي دا په خپله د اولس اندېښنې زياتوي ځکه،چې کمپاين کوونکي په خپله د اولس برخه ده دا،چې د چا لپاره کمپاين کوي دا بېله خبره ده او وژنه يې د زغملونه ده دلته هم د مسئوليت گوته امنيتي ارگانونو ته نيول کيږي که څه هم دکورنيو چارو وزارت څو څو ځله ويلي دي،چې د امنيت د ساتنې لپاره مو ځانگړي پوليسي ځواک روزلى،چې د انتخاباتي حوزو او دفترو امنيت وساتي د انتخاباتي د امنيت ساتنه خو لا لرې خبره ده اوس په کار دى،چې کورنيو چارو وزارت  د اولس د ژغورنې لپاره د کانديدانو د انتخاباتي دفترونو د امنيت د ساتنې لپاره ځانگړي کارونه ترسره کړي،چې ولې پرکمپاين کوونکو بريدونه کيږي د کمپاين کوونکو د امنيت ساتنه د يوې خوا د کانديدانو مسئوليت وي خو ډېره دنده يې د امنيتي ارگانونو ده،چې په هره سيمه کې امنيتي ارگان د کمپاين کوونکو د امنيت لپاره ځانگړې پاملرنه وکړي که چرې دې ټکي ته پام ونه نيول شي نو ترانتخاباتو پورې به زمونږ ډېر هېواد وال د کمپاين کوونکو پرپلمه د نامعلومو وسله والو لخوا وژل کيږي او گناه به يې دا وي،چې ولې کانديد ته کمپاين کوي دا،چې په هېواد کې د انتخاباتو لپاره نړېواله ټو لنې دخنجر په نوم عمليات پېل کړي نو په دې څنگ کې پکار دي،چې د کانديدانو د امنيت سره سره د کمپاين کوونکو امنيت هم وساتل شي او چا ته اجازه ورنه کړى شي،چې زمونږ هېوادوال په يوه او بلهپلمه بې گناه ووژل شي کمپاين کوونکو ته خو که څه هم کانديدان څه ورکوي او که نه خو د يو احساس له مخې ورته کمپاين کوي او د هغوي په ژمنو باور کوي او يايې تگ لاره اولس ته رسوي دا په دې نه ارزي،چې د نامعلومه وسله والو لخوا ووژل شي خو د امنيت ساتنهيې د کورنيو چارو د وزارت په چوکاټ کې د امنيتي ارگانونو لومړۍ او مهمه دنده ده
ليكوال : فضل قادر انډيوال
qadirandewal@yahoo.com