
د همدغې ساده سهارنۍ د چمتو کولو لپاره په اوسپنیزو پټلیو او ګازي بېړیو او نورو ټرانسپورټي وسایلو د لګول شویو پیسو اندازه له تصور څخه لرې ده. له ریل ګاډو، بېړیو، د روزل شویو کارکوونکو او چلوونکو له پراخ شمېر پرته د دغو سهولتونو په رامنځته کولو میلیاردونه ډالر لګول شوي دي. خو بیا هم د لېږد رالېږد اسانتیا د هغې پانګې یوه کوچنۍ برخه ده، چې د امریکا د پانګونې نظام د تمدن او عصري اجتماعي پرمختګونو رامنځته کولو په ترڅ کې شوې ده. تر دې مخکې چې یو څه راټوکیږي، باید یو څه په ځمکه کې کرل شوي وي او بیا له تولید وروسته بازار ته وړاندې شوي وي. د دغو توکو تجهیز، هغو ته د ماشین الاتو جوړول، بسته بندي کول، بازار ته وړاندې کول او د میلیونونو نارینه او ښځو کارکوونکو مزد ورکول تر دې ډېرو میلیاردونو ډالرو ته اړتیا لري. بېړۍ، ریل ګاډي او نور ټرانسپورټي وسایط په طبیعي ډول په خپل سر له ځمکې څخه ندي راټوکېدلي. دا د تمدن د اړتیا او د هغو کسانو د نه ستړي کیدونکو هلوځلو په پایله کې رامنځته شوي چې د تصور له ځواک څخه برخمن وو، پر خپلو هڅو او کوښښونو یې ټینګ ایمان او موخې ته درسېدو لېوالتیا درلوده او د ټینګ هوډ او کلک دریځ څښتنان وو. دا کسان د کاپیټلستانو یا پانګوالو په توګه پېژندل کېږي. دوی د جوړولو، اعمارولو او لاسته راوړنو د لېوالتیا له امله ګټور خدمات وړاندې کوي، ګټه ترلاسه کوي او شتمن کېږي. د دوی له هلو ځلو پرته د تمدن نننۍ لاسته راوړنې ناممکنې وې. دوی خپل ځانونه په کار واچول او پراخه شتمني یې ترلاسه کړه.
ددې لپاره چې موضوع نوره هم ساده او اسانه شي، غواړم زیاته کړم، دا هغه کسان دي چې موږ یې ډېر ځله نومونه او کارنامې اورو. دا هماغه کسان دي چې راډیکالان او دغلګر سیاسيون یې د "وال سټریټ" یا "د منفعت د لوټونکو" په نامه یادوي. زه نه غواړم چې د یو مشخص کس، ډلې یا اقتصادي نظام په ګټه یا د هغوی پر خلاف څرګندونې وکړم.
دا کتاب چې ما پرې کابو پنځه ویشت کاله خواري کړې، یواځنۍ موخه یې د هغو لارو چارو او فلسفې بیانول دي، چې له مخې یې یو سړی کولی شي، په هره اندازه چې دوی یې توقع لري، پیسې وګټي او شتمن شي.
ما دلته "د تمدن د پانګې" یا "کاپیټالیستيک سیسټم" پر اقتصادي ګټو رڼا اچولې، دوه موخې لري:
۱. ټول هغه کسان چې غواړي شتمن شي باید په دغه سیسټم، چې ټول لوی او واړه فرصتونه یې تر خپل کنټرول لاندې راوستي، ځانونه پوه کړي.
۲. د هغې موضوع دويم اړخ روښانه کړم، چې یو شمېر سیاسیون یې له مخې دغه سیسټم داسې بیانوي، چې ګویا یاد سیسټم هېڅ ګټه نلري او د یوه زهري توکي په څېر یې ټولنه له ستونزو او سرخوږیو سره مخامخ کړې ده.
امریکا یو کاپیټالسټیک هېواد دی او د خپلې پانګې (هغه کسان چې په امریکا کې یې د خپلې سوداګرۍ له امله تمدن ته کار کړی او بېلابېلې اسانتیاوې یې رامنځته کړې دي) له امله یې پرمختګ کړی دی. موږ چې نن د فرصتونو او ازادۍ ډول غږوو، موږ چې اوس د شتمنېدو هلې ځلې کوو، باید پدې پوه شو، چې د همدغو سازمان شویو پانګو له هڅو او هلو ځلو پرته به مو نه کله د شتمنېدو خیال ذهن ته راغلی وای او نه به مو کله د دغې ازادۍ چې نن یې لرو، خوند څکلی وای.
په قانوني ډول د مال و ثروت ترلاسه کېدل د ګټورو خدماتو د وړاندې کولو د میتود په وسیله کېدی شي. د پیسو ترلاسه کولو په بدل کې له یوه معادل عمل یا بدیل پرته تر اوسه هېڅ داسې یو سیسټم ندی جوړ شوی چې یو سړی دې په قانوني ډول شتمن کړی شي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.