سبا

چې مې سوچ په تما شه ستا د ښکلا شو
ژ و ند هغه ګړ ۍ ما تم کې مبتلا شو
تن مې غږ ځکه ونه کړو چې پښتون ؤ
زړه مې پو خ په اور دهجر د اشنا شو
د و فا او محبت نوم به پرې ويا ړ ي
څوک چې خاورې دکوڅې ستا په وفا شو
د مجنو ن په مينه خلک هله پوه شو ل
چې ليلا پسې ملنګ سر په بيديا شو
که ګريوان مې رقيب څيري کړو په عشق کې
خوښ په دې شوم چې يار ويښ شولو سبا شو
خدمتګاربه ځان لوګی کړي په يوځلې
که جانان يې پوه په مينه او ښکلا شو