
د لوی او بخښوونكي خدای په نامه
پښتون پوسټ ورځپاڼه
سرليكنه (اداريه)
دامريکا ولسمشر بارک اوباما د خپل هېواد ملي امنيت ته دنده سپارلى چې د٢٠٠١ کال د نومبر د مياشتې د شمال ټلوالې لخوا د طالبانو د ډله ايزې وژنې او بشپړى پلټنې وکړي
دا هغه مهال وو چې په کابل کې دطالبانو نظام نسکور شو او يو شمير طالبان جنرال دوستم او جنرال مالک لخوا په کانټينرونو کې ووژل او يو څه د جنگي په قلعه کې په داسې مهال ووژل شول چې امريکايي ځواکونو او جنرال دوستم يې مشري کوله که څه هم د طالبانو وياند قاري يوسف د افغان اسلامي اژانس سره په مرکه کې د اوباما له خوا هغه امر بې گټې گڼلې اوڅرگنده کړې يې ده چې اوباما ځکه د امرکوي چې څرگنده کړي چې امريکايي ځواکونه په ډله ايزه وژنه کې لاس نه لري خو ددغى ټول وژنې قاتلين ټولى نړۍ ته څرگند دي چې هغه جنرال دوستم،د امريکا او د کرزي ادارې څخه عبارت دى قاري يوسف زياته کړې چې په کال ٢٠٠١ کې په شمالي ولايتونو کې دطالبانو سره څه وشول، که په قلعه جنگي کې طالب بنديان په شهادت ورسول شول، که په کانټينرونو کې په شهادت ورسول شول،که د امو درياب ته ورغوځل شول او که ژوندي خښ کړى شول مسئولين يې څرگند دي په دې کې امريکا هم لاس لري جنرال دوستم او د کرزي اداره هم که څه هم اوباما داسې څرگندونې په داسې مهال کې وکړې چې په افغانستان کې د ائتلافي ځواکونو لخوادطالبانوخلاف عمليات روان دي او ډير زور يې په هلمند کې څرگند شوى چې په نوموړي ولايت کې د خنجر په نوم عمليات ترسره کيږي چې د طالبانو له مقاومت سره هم څه ناڅه مخ دي په هلمند کې د بريتانوي ځواکونو د سرتيرو وژنې هم په بريتانيا کې هم اندېښنې راولاړې کړي د بريتاني د سياسي کارپوهانو انتقادکوونکو لخوا د بريتانيا په حکومت نيوکې زياتې شوي او حکومت هم د خپل دريځ ملاتړکړى دى اوباما په شمالي ولايتونو کې د طالبانو د ټول وژنى د پلټنو امر ځکه ورکړى چې په افغانستان کې يوڅه اولسي ملاتړترلاسه کړي ځکه چې پر اولسي وگړو د امريکا د بريدونو له لامله دافغانستان په اولس کې د امريکا خلاف کرکه زياته شوى او اوباما غواړي چې ددغې کرکې د مخنيوى لپاره کاروکړي او بلخوا د خنجر په نوم د عملياتو ملاتړهم د افغانستان په اولس کې ترلاسه کړي تردې مهاله د خنجر د عملياتو ملاتړ په اولسي کچ نه ترسترگوکيږي او بله دا چې د افغانستان راتلونکې انتخابات هم د امريکا لخوا جوړ شوى پلان گڼل کيږي نو امريکا غواړي چې داسې څرگنده کړي چې د افغانستان انتخابات دافغانستان د خلکو لخو ترسره کيږي او بله اساسي موخه داده چې طالبانو ته هم امريکا يوداسې ثبوت په لاس ورکړي چې مونږ په نړۍ کې د بشري حقوقو درنښت کوو او د هغې چا خلاف هم پلټنې امر کوو چې طالبان يې په ډله ايزه توگه وژلي که په هغه کې دامريکا ځنې سرتيري لاس ولري هم به محاکمه شي
ليكوال : فضل قادر انډيوال
qadirandewal@yahoo.com