
د لوی او بخښوونكي خدای په نامه
پښتون پوسټ ورځپاڼه
سرليكنه (اداريه )
د خبري رسنيو په خبره په خوست او پکتيا کې د يوشمير کانديدانو د کمپاين کوونکو لخوا د کمپاين په غونډه کې په څرگنده توگه د پيسو ويش ليدل شوى ځينو خلکو ته چې پيسې ورکړى شوي هغوی خوشحاله دي او وايي چې مونږ به ځانگړي کانديد ته رايه ورکوو او ځنو ته چې پيسى نه دي ورکړى شوي هغوي وايي چې زه کانديد مانديد نه پيژنم خو دې غونډې ته د پيسو د ترلاسه کيدو لپاره راغلې يم .
په غونډه کې چاته پينځه سوه او چاته درې سوه افغانۍ ورکول شوي چې په څرگنده توگه رشوت ورکونې او اداري فساد ته لمن وهل دي که څوک غواړي چې د خپلې خوښې کانديد ته رايه ورکړي هغه بيا د پيسو پروا نه کوي خو دلته ځنې کانديدان د نورو په پرتله له پيسو څخه کاراخلي او غريب او بې وسه خلک غولوي چې ډيرې بيلگې د خوست او پکتيا په ولايتونو کې ليدل شوي .
که څه هم کمپاين کوونکي دغه پيسې د شخصي جيبونو له لارې ورکوي خو په راتلونکې څرگنده ده چې له کرزي نه به يې غواړي ځنې شتمن کمپاين کوونکي وايي چې مونږ د کانديد د کمپاين لپاره خپلې شخصي پيسى لگوو د خپلې خوښې د کانديد څخه يې نه غواړو خو که سړى ژور فکر وکړي که د خوښې کانديديې بريالى شي نوخامخابه کوم ځانگړې امتيازترې غواړي او که يې ونه غواړي نو بريالى شوى کانديد به خامخا کومه ځانگړې دنده او يا څوکۍ ورکوي دا شخصي لگښتونه هسې د خداى د رضا لپاره نه کوي خو خبره دلته ده چې د کومو کانديدانو کمپاين کوونکي چې شخصي لگښت هم نه لري او داسې باور هم نشته چې د خوښې کانديد به يې بريالى شي او که نه نو د دوى هلې ځلې بيا گټه نه لري او اولس يې له غږ او تگ لارې نه خبريږي اوس خو په اولس مشر حامد کرزي ډير تورونه دي چې ځنې خلک ورته د منصب او دندې لپاره کمپاين کوي او له دولتي وسايلو هم کار اخلي او کله ناکله د نوموړي د کمپاين په غونډو کې د پيسو د ويش خبره هم راپورته شي د اولسي جرگې غړي او وکيلان او نور ولايتي چارواکي ورته کمپاين کوي .
حامدکرزي خو د حاجي محقق سره د ملي مشارکت په پلمه غوړې ژمنې کړي چې پښتون اولس يې له اندېښنې سره مخ کړى چې دا هم يو ډول سياسي رشوت دى چې اولس مشر حامدکرزي ورسره منلى چې دا پخپله يو ډول جفا ده که څوک د پيسو تمه کوي او څوک دنده غواړي او څوک د ولسوالۍ څخه د ولايت د جوړيدو خبره دا ټول يو ډول رشوت گڼل کيږي کانديدان بايد په امتيازاتو معامله ونه کړي اوس اولس ته ښايي چې داسې چاته رايه ورکړي چې د هېواد د ملي گټو لپاره کار وکړي او د اداري فساد او رشوت مخنيوى يې د تگ لارې ستر بنسټ وي
ليكوال : فضل قادر انډيوال
qadirandewal@yahoo.com