ميدان وردګ کې له کلونو وروسته د ځوانانو شورا جوړه او چارې یې په رسمي ډول پیل کړې.

 
د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې له کلونو ځنډ وروسته د ځوانانو شورا جوړه او د رسمي دفتر د پرانستلو په ترڅ کې یې چارې په رسمي ډول پیل کړې .
په همدې موخه د چک ولسوالۍ ًپه مقام کې په جوړو شویو مراسمو کې چې د دغه ولسوالۍ د ځوانانو سربیره مسؤلینو او ګڼ شمېر مخورو برخه اخیستې وه،ولسوال محمد هاشم د خپلو خبرو په ترڅ کې د ځوانانو لپاره د دفتر پرانستل د دوی یوه لویه لاسته راوړنه وبلله .
ده زیاته کړه، تر دې وروسته به د چک ولسوالۍ ځوانان د خپل دفتر له مسؤلینو سره د فعالیتونو د ترسره کولو او ستونزو د لمنځه وړلو په موخه غونډې کوي او په ترڅ کې به یې چارې ګړندۍ او ستونزو ته به یې ژر د حل لارې چارې هم لټول کیږي.
د چک ولسوالۍ امنیه قوماندان حاجي محمود بیا ځوانانو ته ډاډ ورکړ،چې په هره سیمه کې دوی فعالیت ترسره کوي،د امنیت په تامین کې به دوی د د ځوانانو په مرسته دوی همکاري کوي .
ځوانانو د خپلو خبرو پر مهال په چک ولسوالۍ کې د مسؤلینو له همکارۍ مننه وکړه او دوی ته یې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
ځوانانو د خپلو خبرو پر مهال د ولسوالۍ مقام له لورې د ځوانانو دفتر سره د لسګونو مرسته شویو چوکیو،دفتر او نورو توکو له امله هم مننه وکړه او همدا راز یې له مسؤلینو وغوښتل چې ځوانانو ته نوره پاملرنه هم وکړي .