کابل ته د نواز شریف د راتګ په پلمه!

                                                                          
څه ورځي وړاندې د پاکستان پلازمینې اسلام اباد ته د یو غربې هېواد د ویزې اخېستو په موخه تللې وم، مازیګر د ډیورند پرکرښه د تورخم له لیارې د پښتونخوا مرکز پېښور ښار ته داسي مهال ورسیدم چې په لاره کې د پولیسو له ځایې تلاشیو څخه ویریدلو ځکه په موټر کې ناستو خلکو او د موټر چلوونکې د پولیسو کړنې له افغانانو سره زورونکې او ظالمانه بللی او ویل هسي افغانان په تکلیف کوي او خپلی پیسي ورڅخه اخلي.
 که څه هم زموږ په جیب کې پاسپورټ او د پاکستان ویزه پکې موجوده وه خو بیا هم په ډار ډار  سره د پېښور په ښار کې د اسلام اباد موټرو تم ځای ته ورسیدو، د موټرو په تم ځای کې د لږ ځنډ وروسته د اسلام اباد په لورې تلوونکې موټر ته پورته شو د څه باندې دوه ساعته مزل وروسته د اسلام اباد په یوه څنډه کې د فیض اباد په نامه سېمه کې له موټره ښکته شو، مخکې تردې چې له موټره ښکته شو نو په موټر کې د کوزې پښتونخوا د څو تنو اوسیدونکو په مشوره مو غوره وګڼله چې شپه همدلته په فیض اباد کې په کوم هوټل کې پاتې شو او سبا نهه بجي د اصلي ځای او کار په موخه ځانونه هلته ورسووهمداسي فیصله په موټر کې له راغلو دوستانو  په مشوره وکړه چې شپه همدلته پاتې کېږو خو له هغوئ سره د خدای پامانۍ څخه وروسته په فیض اباد کې د هوټلونو په لورې روان شو.
 خدای شته چې په یاده سېمه زیات هوټلونه موجود ول او موږ له یو سر څخه پیل کړه نو هر یو ته چې ورځو چې موږ غواړو شپه دلته پاتې شو د هوټل مسولین موږ ته خپلي خونې او سهلتونه راته وښئ چې موافقه د پاتې کیدو شوه او خپل پاسپورت مو ورته میز کېښودو نو بښنه به یې راڅخه غوښته چې موږ ته ویل شوې د پولیسو لخوا چې افغانانو ته شپه په هوټلونو کې مه ورکوئ نوموږ به ورسره دلایل ویل چې دا پاسپورټ او دا دپاکستان ویزه څه ستونزه لري؟ نو ویل چې ستونزه نشته دې هسي موږ ته ویل شوي چې افغانان باید په  هوټلونو کې نه اوسي.
 د شپی تر ناوخته ګرځیدو وروسته د اسلام اباد په کراچي کمپني سېمه کې مو یو هوټل پیدا کړو او ورته مو وویل چې موږ نور چېرې نه ځو دا مو پاسپورټ او دا مو ویزه چې هرڅنګه کوئ موږ ته شپه راکړي د هوټل مسولینو دې کور ودان وي چې د پولیسو سره اړیکه وکړه او موږ ته یې بیا شپه راکړه، همدارنګه د موبایل ټلیفونونو ستونزه چې افغانان ورسره هلته مخ دي په هیڅ افغان باندې پاکستاني سیم کارت نه پلور کېږي که څه قانوني اسناد هم ولري او په پی سي او کې هم افغانانو ته ددې اجازه نه ورکول کیده چې له کورنیو سره په افغانستان کې اړیکه ونیسي.
نو دا وي زما کوچني ستونزي چې ورسره مخ شوې وم او د بیلګي په توګه مې ورڅخه یادونه وکړه خو دېته ورته نورې زیاتي ستونزي افغانان لري او په بیلابیلو نومونو د پاکستاني پولیسو لخوا زورل کېږي، له کورونو شړل کېږي، جایدادونه یې په زور نیول کېږي، شتمنۍ یې لوټ کېږي نو داچې نوازشریف کابل ته راځي او ویل کېږي هم چې د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې ښي والي راغلي نو له افغان چارواکو څخه هیله کوو چې د پورته یادو شوو ستونزو ترڅنګ په پاکستان کې د افغانانو د نورو ستونزو په اړه هم جدي خبري وکړي ترڅو هلته افغانان د پاکستاني پولیسو لخوا په بیلابیلو نومونو ونه زورل شي.