د ټوپکسالارانو زوال


 
په افغانستان کې د ۱۳۹۳ لمریز کال د ولسمشرۍ ټول ټاکنو لپارهپه یوه خوله ټولو ټوپکسالارانو او په ځانګړې توګه د شمال ایتلاف ټوپکسالارانو له ډېري مودي راهېسی د ولسمشرۍ څوکۍ د ګټلو لپاره د خپلو داخلي مافیاګرو سربېره د ګاونډیو او لودیځو هېوادونو د توتیه ګرو پواسطه یوه ګډه دسیسه جوړه کړي وه ترڅو ځانونه د ولسمشرۍ ماڼۍ ته ورسوي،  دغه دسیسه د افغان برحال ولسمشر حامد کرزی په منځګړیتوب او مشوره شاید د  ټاکنو لپاره داسی طرحه او سناریو جوړه شوې وه چې نوماندان باید  زیات او ټوپکسالاران پکې خپل هدف ترلاسه کړي خو له نیکمرغه چې دغه دسیسه شنډه شوه او ټاکنې دویم پړاو ته و غځیدی چې اوسمهال د ټوپکسالارانو ګواښونه او له فشارونو څخه داسي ښکاري چې دوی پاتې راغلل او غواړي په دغو ګواښونو سره د خلکو ذهنونه مشویش او خپله دسیسه پټه کړي چې  دافغان ولس پر وړاندي نوره هم بربنډه نشي نو که خدای مکړه دغه دسیسه په بریالی شکل مخکې تللي او واک یې ترلاسه کړي وی نو افغانستان به دوه پیړۍ نور هم وروسته تللی وو ځکه یوه پېړۍ خو ښاغلو طالبانو شاته بوتله او دا یوه پېړۍ به دغو ښاغلو ټوپکسالارانو بیولی وو خو له نیکمرغه دوی به دغه کار کې پاتې راغلل که څه هم د دوی ښاغلو یو شمېر مشرانو او ویندویانو هڅه وکړه په افغان ولس باندې د ټوپک د فشار له امله ویره خپره کړي ترڅو د دوی د سیسه خلکو ته افشا نشي نو یو شمېر مشرانو یې حتی وویل که دوی بریالی نشول نو په هېواد کې به د وینو لښتي روان شي لکه په نویمی لسیزه کې چې د زرګونو هېوادوالو ژوند همدغو ټوپکوالو واخیسته، د بلخ والی عطا نور چې په یو رسمي موقف کار هم کوی په دومره سپین سترګۍ د ټاکنو خپلواکو دواړو کمیسونونه ته ګواښنه کوي یانې که د دوی درغلۍ مو په ټاکنو کې افشا کړه نو ژوند به یې له خطر سره مخامخ شي چې د هرات ولایت د شکایتونو د کمیسون مسول یې لویه بیلګه ده چې هغه بې چاره ددغو ټوپکوالو له امله کورنۍ یو ځای او بل ځای ته انتقالوي خو د ټاکنو د شکایتونو د وروستيو څیړلو او پایلو څخه داسي معلومېږي چې ټاکني دویم پړاو ته تللي او په دویم پړاو کې به یو ډاکټر صیب اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله سیالۍ کوي، که څه هم دوی له هره پلوه کوښښ کوي چې د ټاکنو په کمیسونونو باندې خپل فشارونه زیات کړي ترڅو د دوی په ګټه پرېکړه وکړي نو له همدې کبله وروستیو ایتلافونو وښودله چې دوی هر دول معاملي ته تیار دی حتی که د افغانستان په پلورلو هم تمامه شي خو دوی دې پکې یوازې واکمن اوسي. نو هغه د پښتو متل دی چې میږي ته خدای په قهر شي نو وزرونه ورکړي او یا بل دا چې اسمان څومره غورېږي هغومره نه ورېږي نو افغان ولس دې بیداره اوسی چې دوی ته یوازي خولي پاتې دی او وروستي هڅي کوي چې ژوندي پاتې شي ګني د دوی زوال را روان دي ځکه عطا نور په خپله هم څه موده وړاندې په یو رسنیزه مرکه کې ویلی که اشرف غنی واکمن شي نو د کرزی د دیارلس کلن حکومت ماموریت زیاتره بړیڅي به د محاکمي میز ته کش کړي نو هغه د پښتو متل دی چې د غله په ږېره خس وی نو دوی ته خو معلومه ده چې دوی د ملت ویني څښلي ، ملت یې وژلي ،غلا کړی، د ملت په وینو یې شتمني پیدا کړي چې اوس مهال میلیاردارن دي نو دوی کله په افغانستان کې د خلکو له ارادو سره تړلي قانوني حکومت غواړي نو افغان ولس باید د حمل د شپارلسمی د ټاکنو په څېر په دغه دویم پړاو ټاکنو کې هم له خپلو کورونو راووزي او دغو ټوپکسالارانو ته غاښ ماتوونکي ځواب ورکړي ځکه افغان ولس اوس مهال دوه لاري په مخ کې لري که غواړي په سوله ، پرمختګ او له سیالانو سیال او په عزت کې ژوند وکړي نو  د ډاکتر صیب اشرف غني احمدزی لاره باید تعقیب کړي او که غواړي په ټوټو ویشلي افغانستان، جنګونو کې چې د خلکو عفت او ناموس پکې خوندي نه اوسي نو کولای شي د ډاکټر صیب عبدالله عبدالله لاره تعقیب کړي.