
په ټولو دولتي او
غیری دولتي ادارو کې ادلون بدلون د ښي حکومت دارۍ او د ادارو د بهبود او د ښو
کارونو د ترسره کولو په موخه کېږي خو په افغانستان کې بیا دغه هر څه سرچپه دي دلته
ادلون بدلون یوازې د شخصي ګټو پر بنسټ ترسره کېږي که څوک خلکو ته کار کوي او په
اداره کې د شفافیت د رامنځ ته کیدو په اړه هلي ځلي کوي نو هغه له دندي ګوښه کېږي
خو باالمقابل هغه څوک چې په دولت کې د لوړو پوړو چارواکو او د یو شمېر مافیايي
کړیو سره لاس لري نو هغه ددي په ځاي کې چې له دندي څخه لری او په کور کینول شي
بلکي یو درجه لوړ امتیاز ورکول کېږي د مثال په توګه که ددریمي درجي ولایت والي وي
نو دویمي او لومړی درجي ته ورکوي او که دداخلي وزیر وي نو هغه ته بیا دفاع وزارت
سپارل کېږي او همداسی نوري هم ډېري بیلګي شته چې نه غواړم د هغوۍ یادونه وکړم ځکه
د لیکنۍ لمن بیا ډېره اوږده شي او له بلي خوا ټولو ته معلوم هم دي.
راځم د ولسمشر د وروستیو تبدیلو په اړه چې د
ځینو ولایتونو والیان بې سرنوشته او ځینو ته نوي ولایتونه وسپارل شول، په دغو
ولایتونو کې داسی والیان وه خلکو د هغوی پرضد مظاهري وکړي چې په اداری فساد او
نورو ستونزو کې غرق ول خو هغوی ته نوی دندی سپارل شوی خو زه غواړم په دغو والیانو
ددریو په اړه یو څه وضاحت وکړم چې له هریوه سره نه کومه خپلوۍ لرم، نه کومه دوستۍ
او نه د څه په اړه ورته تمه لرم خو یوازي
ما چې په خپلو سترګو لیدلي، اوریدلي او یا مې د خبری رسنیو له لیاری معلومات
ترلاسه کړي دي، شاید نیمګړتیاوي به ولري خو دومره نه چې نیمګړتیاوي به یې په
بریاوو باندی غالبي وي بلکي زما په اند بریاوي به یې له نیمګړتیاوو څخه ډېري دي.
په دغو والیانو کې
یو د هلمند پخواني والي ګلاب منګل دي چې د افغانستان په ټولو والیانو کې یو نوم
وتي څیره دي چې له هره پلوه یې که ورته ګوري، که له خلکو سره د راشي درشي له پلوه
،له خلکو سره د برخورد له پلوه یانې له
ځوان سره ځوان وه د سپین ږیری سره سپین ږیری وو او له عالم سره عالم وه نو د هر چا
په قدر پوهیده او همداسی یو سلیقه یې هم خدای ورته ورکړي وه چې تر اوسه پورې ما نه
دي اوریدلي چې له ښاغلي ګلاب منګل څخه دي څوک خپه شوي وي، او له بلي خوا ته خلکو
ته د کار له پلوه په یو ولایت به هم دومره کار نه وی شوی لکه څومره چې په هلمند کې
شوي دي، زه څه موده مخکي هلمند ته تللي ووم نو هلته مي له میشتو فرهنګیانو، د
پوهني له استادانو، بزګرانو او عامو خلکو سره خبری وکړي چې ټولو راته په یوه خوله
ویل چې دغه والي په هلمند کې په کوم خیل پورې تړلي سړي نه دي نو ځکه یې ډېر کارونه
ترسره کړي دي، د خلکو په وینا په فرهنګي ډګرکې، د پوهنې په برخه کې، د کرنې په
برخه کې، د سړکونو، پلونو او نورو رغنیزو
کارونو په برخه کې او هم د امنیت په برخه کې دومره پیاوړي وو چې خلکو ورته ددوعا
لاسونه پورته نیولي ،همدارنګه خلکو ویل ځيني کړۍ چې په مرکز کې حاکمي دي نه غواړي
په هلمند کې سم کارونه ترسره شي او په یو او بله نامه ستونزي ورته جوړوي.
دویم د کابل والی
احمدالله علیزی دي چې له تیرو دوو کلونو راهیسي د کابل په ولایت کې پر دنده بوخت
دي نو ددغه والی څخه مخکي تر پنځو زیاتو والیانو هم په کابل کې دندی ترسره کړي چې
هیچا یې هم نوم نه دی اوریدلي چې په کابل کې هم څوک دوالي په توګه دنده ترسره کوي
او کنه خو د احمدالله علیزی په راتګ سره د کابل په ولایت کې یو دم بدلون رامنځ ته
شو ،د کابل ولایت دننه له دفتر څخه نیولي
تر ولسوالیو پورې اصلاحات وشول ددفترونو سیلقي جوړي شوي او په خلکو کې د کابل د
ولایت په اړه هم روحیه را ژوندۍ شوه، د ولایت ټول ریاستونه د ولایت مقام سره
هماهنګ شول کارونه په سمه توګه دولایت له رهبری لاندی ترسره کیدل او تر ډېره بریده
پورې د خپل سریو مخي پکې ونیول شوي نو همداسی نوری ډېری بیلګي هم شته دي چې پخوا
به هر ریس ځانته کار کوه او ولایت به پکې جریان کې نه وه، نو احمدالله علیزی هم له
خلکو سره د برخور، د خلکو سره د ناستي او خلکو ته د کار له پلوه یو له موفقو
والیانو څخه شمېرل کیده چې ولسمشر په خلکو پېرزو نشو او له دندي څخه لري او په
کوریې کیناوه.
دریم د میدان
وردګو والی حلیم فدایې دی چې علمی یو اکاډمیک شخص وو نو له خلکو سره په اداره کې
برخورد د ستایلو وړ دي نو ده هم په میدان وردګو ولایت کې له خلکو سره له هرپلوه ښي
اړیکي درلودي او تر ډېره بریده پورې تري خلک خوښ هم وه، زما یو ملګری چې له نوموړي
سره په میدان وردګو کې کار کړي وو ویل چې د ادری د منجمینټ له پلوه په کار پوه وو
او نور یې تر ډېره بریده پورې کوښښ کوه چې له خلکو سره پاتې او په هره برخه کې
خلکو ته خدمتونه وکړي.
نو راځم پايلي ته
چې ولسمشر ولي دغه دری واړه والیان چې له خلکو سره نږدی وه له دندو لري او په کور
کینول که یې ویره درلوده چې دغه پښتانه به راتلوونکې یو ځای ته ورسېږي او په خلکو
کې به دنفوذ ساحه پراخه کړي خو هرڅوک پوهېږي هغه پښتانه مشران چې یو پنځه کسه پرې
راټولېږي له یوې خوا د وسلوالو لخوا په یو او بل نامه وژل کېږي او هم د افغان دولت
لخوا په مختلفو نومونو باندي له صحني څخه ایستل کېږي.