يو لوی افغانستان

چې پرمختګ داروپا او نور جهان ووينم
زړه مې لمبه شي چې افغان خوار اوحيران ووينم
ےے ےے ےے ےے ے ے ےے ےے
چې لوړهمت اودبدبه دلوی افغان په ياد کړم
شيرشاه سوري يا ميرويسخان اواحمدخان په يادکړم
شها ب الدين غياث الدين او نو ر غوريان په ياد کړم
توره قلم دلوی مومند او خوشال خان ووينم
زړه مې لمبه شي چې افغان خوار اوحيران ووينم
ےے ےے ےے ےے ےے
چې دبخدي تاريخ راواخلم ورکتلی نه شم
دبيټ نيکه امير کروړ کلي له تللی نه شم
دکنشکا خاوره ټوټه ټو ټه ليدلی نه شم
دغلغلې سره چې بلخ اوضهاک وران ووينم
زړه مې لمبه شي چې افغان خوار او حيران ووينم
ے ے ےے ےے ےے
ګندهارا نه منډيګک اودپاکتيسه پورې
روه؛ سستان نه؛ دجيحون اوداکسوسه پورې
کوټې ؛قندار؛ بلو چستان نه تر اندوسه پورې
زړه هډه ايې خانم خوارزمشاهان ووينم
زړه مې لمبه شي چې افغان خوار او حيران ووينم
ےے ےے ےے ےے
چې دغوريانو په ډهلي کئ سلطنت په يادکړم
دابداليانو په ډهلي کې امنيت په ياد کړم
يا دسوريانو په ډهلي کې شان شوکت په يادکړم
اوس درنجت اولادپه خپل قام حاکمان ووينم
زړه مې لمبه شي چې افغان خوار او حيران ووينم
ےے ےے ےے ےے
شهر کهنه په چخانسور کې دعظمت نښه ده
زرکن زورکن په چخانسورکې دهمت نښه ده
شهر کهنه زمينداور کې دغيرت نښه ده
په لشکرګاه دبست قلا هغه دوران ووينم
زړه مې لمبه شي چې افغان خوار او حيران ووينم
،، ، ؛ ےے ےے ےے
که دچنګيز يا دتيمور لښکرې ماتې شولې
دمغليانو انګريزانو نښې پاتې شولې
روسي تزار نه هم نقشې اوهيلي زياتې شولې
تاريخ پې وياړي چې همت دلوی افغان ووينم
زړه مې لمبه شي چې افغان خواراوحيران ووينم
ےے ےے ےے ےے
تاريخ تاريخ دی دازمونږه دپلرو کمال دی
شرم دی مونږ له ؛هغوی هغه زمونږ دغه حال دی
يوالی ورک شولو دورونو منځ کې جنګ جنجال دی
له ناپوهۍنه چې مې کور او کلی وران وينم
زړه مې لمبه شي چې افغان خوار اوحيران ووينم
ے ے ے ے ےے ےے
د يو و شتمې پيړ ۍ پو هه صنعت و وينئ
زمونږه حال زمونږ ژوندون زمونږوضيعت ووينئ
بې لوستيتوب اوورور وژنه خجا لت ووينئ
شمه کباب چې وطن وران دايمل خان ووينم
زړه مې لمبه شي چې افغان خوار او حيران ووينم
ےے ےے ےے ےے
نور داسمان په لورې درومي مونږ ډوډۍ نه لرو
دګران وطن مينه په زړه کی پخوا نۍ نه لرو
دپلا ر نيکه کوټې مو ورانې کړې کوډۍ نه لرو
خاص چې نا لوستي بې خبره خپل ځوانان ووينم
زړه مې لمبه شي چې افغان خوار او حيران ووينم
ےے ےے ےے ےے
د خدمتګار ولسه پاڅيږه له ننګه سره
ملي يووالي ورورولۍ ملي غورزنګه سره
قلم را پورته کړه جګړه وکړه د جنګه سره
څنګه به ښه وي چې يو لوئ افغا نستا ن ووينم
زړه مې لمبه شي چې افغان خوار اوحيران ووينم
١/١٠/١٣٨٣