سي ای اې په پنجشېر کې کتاب خپور شو

 
لیکوال : جنرال ګیري شرون
ژباړن: لاهورخان منګل
په هېواد کې د روانو حالاتو  او د افغانستان د تاریخ په وروستیو کې د اسلام او د افغان په نوم د افغان ملت  په سر  د معاملو په ترڅ کې، د امریکې له خوا په افغانستان باندې د یرغل  لپاره  نومول شوي جنرال  ګیري شرون په خپل کتاب فرست ان  کې د هغو څیرو او واقعيتونو څخه پرده پورته کړې، چې اوس مهال یې افغان ملت د قهرمانانو او یا هم د مفتیانو په نوم پیژني.
 نوموړی کتاب د انګلیسي ژبې ځخه پښتو ژبې ته د لاهورخان منګل له خوا ژباړل شوی دی.لومړی ځل په کال ۲۰۱۱ م کې چاپ شوی و، دوهم ځل د خلکو د پراخې غوښتنې په اساس  په ۱۳۹۴ کې  چاپ شو. هېواد وال کولای شي  چې په کابل کې له اکسوس، مستقبل، جهان دانش او کتاب ښار څخه لاس ته راوړي. ولایتونو هم  لیږل کیږی .
په درنښت
لاهورخان منګل
Lahore_mangal@yahoo.com