مـــا ته مـــې د خپل زړګـــي کرم بلا شوی دی
چا ته ووايم چــې مـــې صنــــم بلا شـــــوی دی
دا د ښکلـــو راج ؤ کـــه دستـــور د زمانې ؤ
نن د ګل په پاڼو شبنم هــــم بلا شـــــــوی دی
چې هر وخت به تا ورباندې مالګې دوړولې
دا دی اوس هغه مرهــم هـــم بــــلا شـــوی دی
د رقيب نه ګيله من نه يم له تا نه يمه وخته
زمـــــوږ د چــم هــر بنيادم هــم بلا شـــوی دی
ستا په غم کې به چې شين و له خندا نه خوشال
ياره (پرديس) په شــانې آدم هم بلا شــــوی دی
هلمند پرديس
د اوکرائين جمهوريت ادېسه ښار
وروستي