دستم باد

سترګې مې بيالکه چيتر وريږي
چې مې يادونه د دلبر وريږ ي
دتګ راتګ لارې يې بندې شولې
دنفاق کا ڼي په ګودر وريږ ي
زما امو او ابا سين خفه دي
دبيلتون کرښې په خيبر وريږي
دسپين بولدک اودتوخم ولسه
پردي لاسونه مو په سر وريږي
اسماعيل خان ديره يې لاندې کړله
بيا درنجت هندو خنجر وريږ ي
کا بله غږ کړ ه اکبرخان وزير ته
مات پيرنګی بيالر او بر وريږي
سپينې جامې دسپين غر تورې شولې
د ستم با د په پيښو ر و ر يږ ي
اوس نو ته ووايه پښتونه اشنا
ننګ او غيرتدې په کوم ور وريږي
دخدمتګار رنګ به تازه شي څنګه
غم د ا فغان په لوی ټبر و ر يږ ي
٤/٥/١٣٨٣