شوګيرې

زه لـه حيــــــــــــا يار ته کتلی نشم
دزړګي راز ورتـــــــــــــه ويلی نشم
 
ديار منت مې په لېمــــــو قبول دی
د بل احســــان په ځــــان منلی نشم
 
داستـــــا په مينه محبت کې اشنــا
دهــــجر ژونـــــــد نور تيرولی نشم
 
ستا به پدې کلـه يقين پيــــدا شي
زړګی لـــــه تا نــــه صبرولی نشم
 
هـا ستـــــــا د کلي دکوڅو يادونه
خــــــــوږې شيبې يې هيرولی نشم
 
افغـانی ژوند په شوګيرو تېريږي
باران د او ښــــــــکو درولی نشم
 
-----------------------------
سميع الدين افغانی
٧ - ٧ - ٢٠٠٩