ته چــې راســره یــې کایـــناتو پسې نه ګرځم
بس له دې نه وړاندې امکاناتو پسې نه ګرځم
زه د خـپلې لارې په لـټون باندې پـوهــیږمــه
ځـــکه دمنـصور انکـشافاتـو پــسې نه ګرځـم
بـس که یونـظر راته د ژوند هومـره راوبـښې
نور به دې دحـسن مـراعـاتو پـسې نه ګــرځم
څه وکړم چـې لنډه لاه نــشته ګني هــسې خــو
زه لـیونی نـه یـم مشـکلاتــو پــسې نه ګرځــم
حسن راته وویل چې شین تاویز په غاړه کړه
مینـې راته ووېل حـرافاتــو پســې نه ګـرځــه
وروستي