غزل


یــوه شــیبه غــوندې یې تــیره به شـې
یـو وخت به راشـي رانه هېره به شـې

لکــه دروح مـې ځانتــه مــه رابــولـه
لکــــه وجــود رانـه چـاپــېره به شــې
 
چـــې درته ګــورمـــه پــنا یـې را نــه
چې سترګې پـټې کړم برسـېره به شـې

که راســره یې نــو هــمدومـره به یـې
کــه رانه بېــله شـوې نو ډېره به شــې

ســعود نه سـتـرګــې بل تــه مــه اړوه
نــظر دېــوال دی پکــې ګـېره به شـې