دپکتيادښتي دي وياړي

ته  تخليق  دکوم هُنروې ، چي شهکارخلګوبللې
فريشته   او که  بشروې ، چی بار بار خلګو بللې
 
يوسپېڅلی شان آيات وې د تلقين  په موټ  رساتلې
وهــر زړه  ته  برا بر وې  ، چــــې  راز دار خلکـــو بللې
 
تا په  غشو د اخلا قوتورديوان دنفرت مات کړل
د لمر ين  عزم  مظهر و ې  چې  سالار خلکو بللې
 
د مړ ژوا ند او لس  دردو ته تل دهيلومسيحاوې
نا ست  د زړونو پرممبر وې  چي قرار خلګوبللې
 
تا د ژبي  وهر رمزته   يوه  د ميني جا مه سکښته
د پښتو  دُر او ګوهر وې ، چي سٍنګارخلګوبللې
 
ته د ميني  ها وږمه  وې  چي راتلې به له ګلڅانګو
هم  له  د ښتي  هم له  غر و ې  چي  بهار خلګو بللې
 
چي لوېديځ ته دي پيام تل،د(خَولې ) او (هُنديې ) وړی
زموږ  د زړو نو پيامبر وې چي  رويبارخلګو بللــــې
 
هو ته  روح  د ( ثُر يا )وې ، هـــــــم ټپه د ( ملالۍ ) وې
د  ( بلخي  ر ا بيا ) اثر وې چي   ا ېثا ر خلکو بللــــې
 
دخپل وخت (بي بي زينب ) وې (تورپېکۍ)دسپين بولدک هم
هم  ( غا ز ي ا د ې )  لـــــوګر وې چــــې ګُزارخلکـــــــوبللـــــې
 
دباګرام ترُکي نن ژاړي دارواح په سترګو-سترګو
د  ( رحمن ) د ګُلو کر و ې ، چي  ګلزار خلګو بللې
 
که زاهد وُ ، که و ا عظ وُ ، که کوم پير دخلوتو نو
دوی  بللې  په کوثر  و ې  ، چي ا بشا رخلکو بللې
 
دوينا له  هرې څانګې  د ې ،  بلبلو را ز  را آخيست
تل  سمسو ر لکه  نښتروې ، چي چينارخلکوبللې
 
د(پکتيا )دښتي دي وېاړي،(ښايسته) غوټۍ يې ګل کړې
( سعادت )   د لر ا و بر وې ، چي پيکارخلکو بللې
 
ځکه  ته  هم ډيورنډ  شان  يوه  فرنګ رانه جُداکړې
زموږ وجود ز مو ږ  ټبروې ، چي يو خارخلکوبللې
 
ددې تورزمان په غيږکي ،پښتونخوادرپسي ژاړي
تل   يې   ته  د تسل  لمر و ې ، چي سهارخلکوبللې
 
هيڅ ا نځوراوتمثيل نه  وُ چي دي  شعرکښي وای  ورکړی
ملتيا ر ه   ته  خبر  و ې  ،  چي  نا چا  ر  خلکو  بللې
 
 
ملتيار،جنوبي پښتونخوا