آخرترکومه

خدای ته ګوره زهد زدکړه اې افغانه
کينه پريږده حسد مکړه اې پټانه
 
راځه ټټر خلاص حساب وکړو دځانه
ټول  مړه کيږو پناه کيږو اې افغانه
 
 
ورک دې دا عادت زمونږ
 
هغه شو رانه مخکې ولی زه يم پاتې
پښې يې کړه ورماتې
 
په کومه دی روان ، بنده يې کړه لاره
چی نشې پيسه داره
 
هغه لري سيیکل ولې نلرم مَټر
ټول ځان مې شوډنګر
 
هغه دی په لندن زه دچانه کم
ولې نشي دازماغم
 
دانګريزتشناب به وينځم په لندن
افغان ته جګتورن
 
يوبل ته سپکاوی او ټيټ کتل
داعادت مو دی مل مل
 
ټول عمر راته تمام کړلوسيانو
بې ځايه دې خيالونو
 
هميش  کړم ميم زرما ټوله زما
خپل قوم مې کړ تبا
 
 
يادونه : دليکوال نوم په ايميل کې نه و موجود ، د لخوا راليږل شوی salampublication@gmail.com