غزل

مرګــيه بيا راغلــې پوهيـــږې لا بل هــم وار ســته
چي سـتا خوښيږي هم هغه خلک ســـتا د کار ســته
 
مـچــۍ راځــي بورا راځـــي مګــس هــم بــې پروا
دلـــته يو د ګلــو او بــل هـــم د قــنــدو هــار ســته
 
ماليار په سوي لاس پيغلــي کـــړې غوټـۍ پر ايرو
سوی يې وجود دی خو په زړه کــي يې بـهار سـته
 
مــرګـــيه په کوڅــو کــي ډير لــېوال لــرې تنکــي
د هــــري کونــجي ستا و غــيږي ته يوه لار ســته
 
په بل ښـــار کـــي وي نرګــس لاله صــبا او وږمه
زموږ په بڼ کي پر هر ښاخ تل ولي فقط خار ستـه
 
ســمـيع په فــــرياد تا ته پـه دعــا دی په دې شــپـه
نور نه غواړم مرګی که په تحجد ستــا دربار ستــه
 
 
 
 
 
محمد سميع صادق
 
کوټه