غزل

ډير غږيږه که کوی شې په کتا ب کې
بې عمله څه مو ندی نه شې القاب کې
دزړه بڼ درنګارنګ ګلو ځای نه دی
دپيکي دګلو رنګ نه شي حساب کې
محتسب دزمانې کوڅو کې ګر ځي
چې دشعر ناوې مې پټه شي حجاب کې
دزمزم اوبه پۍ وچې شي پوه نه شي
تش په نوم ملا لا هو شي په سيلاب کې
ښاپيرۍ چې دچا غيږ کې ناستې نه وي
څه ويلی شي د عشق ميني باب کې
خد متګاره تا لاخورد ريشلي نه دي
ته له ميني پو هيدی نه شي عذاب کې
٢٧/١٠/١٣٨٤