
عزتمنده! مکلفيت او صلاحيت انساني ژوند ته د پابنديو هاغه رېښتنې او بې ريا هنداره ده چې د چارو د ښه سمون او اصلاح په انفرادي او ټولنيز ژوند په شخصي او رسمي چاروکې هرچا ته رښت په ګوته او د کړو وړو پولې ورپېژني. د مکلفيت او صلاحيت په پېژندلو،منلو پر ځای او برابر کارولو سره په چاروکې اخلاقيت، عدالت او حقیقت راځي او دنه برابر او بې ځايه کارولو په صورت کې فساد، درغلي، محروميت او ظلم پېښېږي.
زما په اند دا د زيار او استراحت په شان يو دبل رابلونکي دي. ډېر زيار اېستل استراحت رابلي برعکس ډېر استراحت ډېرې بدمرغي. د يو کور مشر داصلاحيت لري چې د سهارنۍ، غرمنۍ او ماښامنۍ لپاره له خپلې مېرمنې ډک دسترخوان خواړه وغواړي، تر دې ړومبی يې بايد دخپل مکلفيت په وجې کور له غلې او دانې څخه ډک کړی وي. يو پلار صلاحيت لري د ښوونځي په ازموينه کې د پاتې راتلو په وخت کې خپل بچې ورټي ليکن لومړی يې بايد هغه ته کتاب، کتابچه، قلم او نوری ټولې آسانتياوی برابرې کړي وي. همدارنګه يو حکومتي لوړ رتبه ماموردا د ځان ريښتنی حق او صلاحيت ګڼي چې د بيت المال له خزانی څخه ډبله مياشتنی تنخوا واخلي، په لوکس موټر کې وګرځي، کورني او بهرني سفرونه په کزاف لګښت وکړي په ولس باندې حکم وچلوي، د ملي شتمنيو واکمن وي.تر څنګ يې دا مکلفيت هم لري چې ولس ته مصونيت او امنيت ورکړي، د ښوونې، روزنې او روغتياپالنې اسانتياوې برابرې کړي، د ظالم، تېري کوونکي، وژونکي نه يې وژغوري، له لوږې، تندې او کړاونونه يې ځان خبر کړي، د کار او روزګار غم يې وخوري.
کرزی صيب! د تا د واکمنۍ د لومړې ورځی نه نيولې تر نن پورې د تاسو سربېره نژدې ټولو لوړ پوړو چارواکو په خروارو صلاحيت د ځانو حق ګڼلی او کارولی، هاغه هم يوازې په زورورو، ځواکمنو او ظالمانو باندې. چې لامله يې په ټولنه کې بې کچې طبقاتي توپير رامينځته شوی. همدا دتا نازولي او ملاتړ کونکي له چاغۍ رنځيږې او رعيت مو له نېستۍ اولاد خرڅوي. دا حالت د دې ثبوت دی چې يوه ذره مسووليت مو د عوامو په وړاندې ندی احساس کړی . پدې ښه پوهېږم چې تاسو مې دا د حقيقت ترخه وينا دروغ او پرو پاګند ګڼې ځګه چې ډېري سياستوال له يوې نه ډېرې ژبې او څېرې لري نو هغوی ته قناعت ورکول د پيشکوتلل دي . خو د تاسو کړنې پر تاسو شاهدي وايي چې د عطامحمد، دوستم محقق، اسمعيل، فهيم او ورته ملي خاينانو د وحشت او بربريت د لاندې کړنو په وړاندې د مکلفيت په اجرا کې پوره پاتې راغلي ياست.
په ۲۰۰۱ يوم کال کې چې ۹۰۰۰ طالبان د کندوز په ولايت کې دوستم، محقق او عطامحمد ته تسليم شول. لدې شمېرې نه يې ۵۰۰ په جنګي کلا کې په ډليزه توګه ووژل او۶۰۰۰ يې د ليلي په دښته کې په خاورو ومنډل پاتی يې د تاسو دحکم خلاف د خپل حاکميت لاندې په جېل کې تر درې کالو بندي وساتل.
دطالب او القاعدې په تور يې بې ګناه پښتانه د حملو لاندې راوستل لوټ، تالان او وژنه يې پرې ګډه کړه د يونيم لکو نه ډېرو پښتنو خپل کورونه او جايداتونه پرېښول دا ۸ کاله د هرات، هلمند او د کندهار د ولايتونو د کډوالو په پڼډ غالوکې د ذلت ژوند تېروی. عطامحمد نورپه ۲۰۰۳ يم ز. کال کې د تا لخوا ګومارل شوی د بلخ د پوليسو قوماندان شهېد خاکرېزوال دوتر يې لوټ او هاغه يې يوه اونې په خپل کور کې کلا بند کړی وه. همدې د بلخ والي د تېر يوکال راهيسې په شمال کې ۴۰ تنه پښتانه مخور، سپين ږيري او قومي مشران ترورکړي. د تخار په ولايت کې د دوستم ملېشو ۸۰ پښتنې کورنۍ چې له پاکستان نه د ۲۸کلن کډوالۍ ژوند نه وروسته خپلو کورو ته راستانه شوي، نه يې پرېږدي چې خپلو مېنوکې ژوند وکړي د خپل مظلوميت له وجې دا لس مېا شتې په جېل کې پراته دي . دوستم په ۲۰۰۶ز کال کې د جوزجان والي او سلا کار وزير باندې ناکامه وسلواله کودتا وکړه دولايت د ماڼۍ له سره يې ملي بيرغ لرې ، پرځای يې د خپلې ډلګۍ هغه وځړوه. والي يې په محاصره کې راووست چې بيا د ايتلافي قواو په مرسته ژوند يې وژغورل شو. اسمعيل خو تر دری کالو پورې پخپل زور د جنوب غرب امېر پاتې شو د ګمرک محصول يې ټوله موده پخپل جيب کې اچوه، د مليشو بې وسلې کولو ته يې د امريکايانو په زور غاړه کېښووه. او له اېران سره يې د تاسو د خوښې پرته فرهنګي او اقتصادي تړونونه لاس ليک کول. همدارنګه فهيم تاريخي شېرپور چورپور ونوماوه او د دفاع وزارت هاغه وخت په اصطلاح ملي شو چې فهيم نه واک واخستل شو. عزتمنده ! تاسو د ۲۰۰۲ هم کال د بېړنې لويې جرګې په آخري ورځ په جرآت سره وويل: \"خدای مو زما له حاله مه خبروه.\" شپږ مياشتې وروسته
مو د بې بې سی له لارې په سپينو ټکواعلان وکړ چې اوسني دولت ته له طالبانو زيات جنګسالاران ستر ګواښ دی. همدا راز په ۲۰۰۳ يم کال په کابل کې مو د سفيرانو غونډه رابللې وه هغوی مو د مکلفيت په پوهولو او ورزده کولو پرځای وعظ او لارښونه وکړه چې تاسو په بهر کې د ډلو، قام اوسيمې استازي نه بلکې د ټول هېواد استازيتوب کوې. د همدې کال په اوړي کې د ګمرک لرونکو ولايتنو واليان مرکز ته غوښتي وه اسمعیل خان مو په خبره غوږ هم ونه ګروه. له هغو نه مو هیله وکړه چې ګمرکي محصول بيت المال دی لدی وروسته يې مرکز ته رالېږی.
دمکلفيت له پامه غوځول، اداره په ګذاره بدلول د انظباط پر ځای وعظ، ارشاد او نصیحت ته مخه کول د ټوپکيانو،جنګسلارانو،دقاچاقبرانود جرآت او قوت عامل د بدآمنيو، جګړو ،وژنو د ډېرېدو او پراخيدو سبب وګرځېده.
د پياوړې ارادې او ملي ګټو ته ژمن ولس مشر صیب! د ډېر تحجب او هیښونکی کړنه مو د تېرو ټول ټاکنو او د اوسنيو تر مینځ دا بې کچې توپيري سياسي تګلاره ده. هاغه وخت مو پدې شعار کمپاین وکړ: \"ايتلافي حکومت د افغانستان د ټپونو او د ولس د ستونزو علاج نشی کېدای. ايتلافی حکومتونو وطن ته بلا راوړی. زه په همدې وجه د هیځ يوی ډلې او ټپلې سره جوړ جاړي نه کوم.\" او په ولس موغږ وکړ: \"ای خلکو زه ډله، ټپله، ګوند او تنظیم نه لرم که مو پخپلو رايو زه ولمسشر وټاکلم د تاسو د رايو د درناوي په وړاندې به د تاسو د خوښی حکومت جوړ کړم چې يوازې د ملت او هېواد ګټې په کې خوندی وی.\" لیکن اوس د خلکو پر ځای له ډلو او ټپلو سره د مشارکتي، ايتلافي حکومت جوړه ول غواړې او پرې وياړيې. هاغه هم له همدغو ملي خاینانوسره چې پر تا يې ۷ کاله پخوا داسی توره ورځ راوستې وه چې ولس ته مو ویل: \"خدای مو زما له حاله مه خبره وه\". او ملي حاکميت ته مو ستر ګواښ ګڼل سر بېره پردې تېرکال مو د بشريحقونو په کلنۍ غونډه کې اعتراف وکړ چې په جنګسالارانو، جڼګي مجرمینو او جنګي جنايت کارانو باندې وسه نه رسیږي.
اوس ولس ته پوښتنه پيدا شوی چې هاغه وخت مو روغتيایی حالت د ډاډ وړ وه چې ايتلافي حکومت مو بلا او دا کسان دولت ته غلیمان ګڼل او که اوس. دا چې نن ايتلافې او مشارکتي حکومت نعمت اله او دا ښاغلي د دولت خواخوږي او دوستان ښيې. که چېرې مو پخوانې پرېکړه ښه وه نو اوسنۍ بېرته واخلې چې ايتلافي حکومت هېواد ته نوره بلا را نه وړي اوله جنګسالارانو لری ګرځه چې سترګواښ پېښ نکړي. او که اوسنۍ روغتبايې حالت مو ښه او پرېکړه سهي وی نو د پخوا ۵ کالو د ورانۍ، تباهۍ او مرګ، ژوبلې پړه بايد په غاړه واخلی پدې چې ولې مو ناسمه پرېکړه کړی وه .
محمد نقيب
بلجيم
2009/07/01